بل څپرکۍ

د تيطوس په نوم د پولوس رسول خط

درېم باب

د نېکو کارونو ساتنه کوه

۱ايماندارانو ته دا خبره ورياده کړه چې د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو فرمانبردارى دې کوى او د هر نېک کار دپاره دې تيار وى. ۲د چا بد دې نۀ وائى، بحث مباحثه دې نۀ کوى بلکې نرم مزاج دې وى، او د هر چا سره دې ډېر په ادب خبرې کوى. ۳ځکه چې مونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګمراه او د قِسما قِسم خواهشاتو او د عېش و عشرت غلامان وُو او په بدخواهۍ او په حسد کښې مو ژوند تېرولو، هر چا زمونږ نه نفرت کولو او مونږ هم د هغوئ نه نفرت کولو. ۴خو کله چې زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک فضل او د انسان سره د هغۀ مينه څرګنده شوله، ۵نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو. ۶خُدائ پاک روحُ القُدس زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ ډېر زيات نازل کړو، ۷نو د هغۀ د فضل په وسيله مونږ صادقان شُو او د تل ژوندون د اُميد وارثان شُو. ۸دا قابل اعتماد خبره ده او زۀ غواړم چې تۀ د دې خبرو تاکيد وکړې چې څوک په خُدائ پاک ايمان راوړى هغوئ دې خپل ځانونه په احتياط سره نېکو کارونو ته وقف کړى. دا خبره بهتره ده او د ټولو خلقو دپاره ګټوره ده. ۹خو د بې‌وقوفۍ د بحثونو، د شجرو او جګړو او د شريعت جنګونو نه ځان ساته، ځکه چې دا فضول او بې‌فائدې دى. ۱۰د يو او دوه ځله نصيحت ورکولو نه پس د هر هغه چا سره تعلق ختم کړه څوک چې بې‌اتفاقى جوړوى. ۱۱ځکه چې تا ته پته ده چې داسې کس ګمراه شوے دے او ګناه ګار دے او خپل ځان يې مجرم کړے دے.

آخرى نصيحتونه او سلامونه

۱۲ما دا اراده وکړه چې تاسو ته ارتِماس يا تخيکوس درولېږم. نو چې په دوئ دواړو کښې هر يو درورسيږى نو چې ما سره مِلاو شئ ځکه چې ما په نيکوپوليس کښې د ژمې تېرولو فېصله کړې ده. ۱۳نو زيناس وکيل او د اپولوس په راتلو کښې د هغوئ هر رنګه مدد وکړئ، او خيال کوئ چې هغوئ ته د څۀ څيز کمے رانۀ شى. ۱۴زمونږ خلق دې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړى، د دې دپاره چې د ضرورتمندو خلقو حاجتونه سمدستى پوره شى نو چې ژوند بې‌فائدې نۀ شى. ۱۵هغه ټول ملګرى چې ما سره دى تاسو ته سلام وائى. هغوئ ته هم زمونږ سلام وايه چې په ايمان کښې مونږ سره مينه کوى. په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.

بل څپرکۍ