مخکینۍ څپرکۍ

د تيطوس په نوم د پولوس رسول خط

اول باب

دُعا او سلام

۱دا خط د پولوس د خوا نه دے چې د خُدائ پاک غلام او د عيسىٰ مسيح رسول دے. زۀ د دې دپاره مقرر شوے يم چې هغه خلقو ته د ايمان په حقله بيان وکړم کوم چې خُدائ پاک غوره کړى دى او هغوئ ته د حقيقت تعليم ورکړم چې ورته د ديندارۍ ژوند تېرول ورزده کړى. ۲دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى. ۳په مقرر وخت هغۀ خپل کلام ظاهر کړو، کوم چې مونږ هر چا ته بيانوو. او دا زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک په حکم ما ته دا کار وسپارلے شو. ۴زۀ دا خط تيطوس ته ليکم چې په ايمان کښې ما سره شريک زما وفادار زوئ دے. خُدائ پلار او زمونږ خلاصونکے عيسىٰ مسيح دې تا له فضل او سلامتى درکړى.

د کريت په جزيره کښې د تيطوس خدمت

۵ما په کريت کښې تۀ د دې مقصد دپاره پرېښے وې چې تۀ پاتې شوے خدمت پوره کړې او زما د حُکم په مطابق ښار په ښار مشران مقرر کړې. ۶د جماعت مشران دې بې‌اِلزامه او د يوې ښځې خاوندان وى، او بچى دې ايماندار وى او د بدچلنۍ او د نافرمانۍ د اِلزام نه دې پاک وى. ۷ځکه چې د جماعت مشر دې د خُدائ پاک د کار د مُختار کېدو په وجه بې‌اِلزامه وى، هغه دې نۀ سرکشه، نۀ غصه ناک، نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، او نۀ دې د ناجائزې ګټې حرصناک وى. ۸بلکې هغه دې مېلمه دوست، نېک خواه، شريف، تقوىٰ دار، پاک او په خپل ځان قابو ساتونکے وى. ۹هغه دې په هغه کلام کوم چې دۀ ته ښودلے شوے دے پوره مضبوط ودريږى، ځکه چې دے به د دې جوګه وى چې خلقو ته صحيح تعليم ورکولے شى او د مخالفينو مقابله به کولے شى. ۱۰ځکه چې ډېر خلق داسې دى چې سرکشى کوى، هغوئ بدزبانه او دوکه باز دى، او دا خبره خاص د هغوئ په حقله صحيح ده څوک چې په سنتېدو باندې ټينګار کوى. ۱۱په کار دى چې هغوئ چُپ کړے شى، ځکه چې د ناپاکه ګټې د تعليم ورکولو په وجه هغوئ د خلقو مکمل خاندان بربادوى، کوم تعليم چې ورکول نۀ دے په کار. ۱۲د هغوئ پېغمبر په خپله داسې وائى چې، ”کريتيان همېشه دروغژن، وحشيان، ګېډه ور او ناراسته دى.“ ۱۳دا پېشګوئې رښتيا ده، نو په دې وجه هغوئ په سختۍ سره رټئ د دې دپاره چې د هغوئ ايمان ټيک شى. ۱۴او هغوئ دې نۀ د يهوديانو قيصو ته توجو ورکوى او نۀ دې د هغه چا حُکمونو ته غوږ ږدى، څوک چې د حق نه منکر دى. ۱۵د پاکو خلقو دپاره ټول څيزونه پاک دى، خو د بدکارانو او بې‌ايمانه خلقو دپاره هيڅ هم پاک نۀ دى بلکې د هغوئ عقل او ضمير دواړه پليت دى. ۱۶هغوئ د خُدائ پاک د پېژندګلو دعوىٰ کوى خو په خپلو عملونو کښې هغوئ د هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چې هغوئ ناپاکه او نافرمانه دى او د يو نېک کار کولو قابل هم نۀ دى.

مخکینۍ څپرکۍ