چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
د زبورونو کتاب
یوسلو پنځوسم زبور
د څښتن ثنا او صفت وکړئ
۱ وکړئ ثنا او صفت د څښتن
وکړئ ثنا او صفت د خدای
د هغه سپېڅلي ځای کې
په اسمانونو کې وکړئ ثنا او صفت د هغه
چې قوي یې ده کلا
۲ وکړئ ثنا او صفت د هغه
د هغه د عجیبه کارونو په خاطر
ثنا او صفت وکړئ د هغه د بېشانه لویۍ
۳ ثنا او صفت د هغه وکړئ د سرنیو په اواز
ثنا او صفت د هغه وکړئ په چنګونو او ربابونو
۴ د هغه ثنا او صفت وکړئ په چمبو او ګډاګانو
د هغه ثنا او صفت وکړئ په رباب او شپېلۍ وهلو
۵ د هغه ثنا او صفت وکړئ د زنګونو په وهلو
د هغه ثنا او صفت وکړئ د زنګونو په شرنګولو
۶ ټولو ژوندیو مخلوقاتو
د څښتن ثنا او صفت
وکړئ ثنا او صفت د څښتن
مخکینۍ څپرکۍ
بل څپرکۍ