بل څپرکۍ

د زبورونو کتاب

یوسلو پنځوسم زبور

د څښتن ثنا او صفت وکړئ

۱ د څښتن ثنا او صفت وکړئ

د خدای ثنا او صفت وکړئ

د هغه په سپېڅلي ځای کې

د هغه ثنا او صفت وکړئ په اسمانونو کې

چې قوي یې ده کلا

۲ د هغه ثنا او صفت وکړئ

د هغه د عجیبه کارونو په خاطر

ثنا او صفت وکړئ د هغه د بې‌شانه لویۍ

۳ د هغه ثنا او صفت وکړئ د سرنیو په اواز

د هغه ثنا او صفت وکړئ په چنګونو او ربابونو

۴ د هغه ثنا او صفت وکړئ په چمبو او ګډاګانو

د هغه ثنا او صفت وکړئ په رباب او شپېلۍ وهلو

۵ د هغه ثنا او صفت وکړئ د تالونو په وهلو

د هغه ثنا او صفت وکړئ د تالونو په شرنګولو

۶ ټولو ژوندیو مخلوقاتو

د څښتن ثنا او صفت وکړئ

د څښتن ثنا او صفت وکړئ

بل څپرکۍ