چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
د زبورونو کتاب
یوسلو نهه څلوېښتم زبور
د ثنا او صفت سندره
۱ وکړئ ثنا او صفت د څښتن
څښتن ته ووایئ نوې سندره
د وفادارو په غونډه کې یې ثنا ووایئ
۲ ای اسراییلو، خوشحالي وکړئ
د خپل خالق په خاطر
ای د صهیون خلکو، خوشحالي وکړئ
د خپل پاچا په خاطر
۳ ثنا او صفت د هغه د نوم وکړئ په اتڼونو باندې
د چمبو او چنګونو په وهلو یې ثنا ووایئ
۴ ځکه خوشحاله دی څښتن د خپلو خلکو څخه
عاجزانو ته په سر ږدي د بري تاج
۵ خوشحالي دې وکړي خدای ته وفادار خلک
خپلې کامیابۍ باندې
او په خپلو بسترو کې دې دوی
ووایي د خوښۍ سندرې
۶ په لوړ اواز دې د څښتن ثنا او صفت وکړي
او د دوی لاسونو کې دې وي دوهمخیزه تورې
۷ چې د قومونو نه بدل واخلي
او سزا ورکړي هغو خلکو ته
۸ په زنځیرونو یې مشران وتړي
او زولانه کړي د هغوی پاچاهان
۹ او لکه څنګه چې خدای حکم کړی
چې نورو قومونو ته سزا ورکړي
دا کامیابي به وي د خدای د وفادارو خلکو
وکړئ ثنا او صفت د څښتن