د زبورونو کتاب

یوسلو اته څلوېښتم زبور

خدای ته د ثنا ویلو په خاطر کایناتو ته بلنه

۱ وکړئ ثنا او صفت د څښتن

د اسمانونو څخه وکړئ ثنا او صفت د څښتن

ای چې اوسېږئ تاسو اسماني ځایونو کې

۲ ای ټولو فرښتو، د هغه ثنا ووایئ

ای ټولو اسماني لښکرو، د هغه ثنا ووایئ

۳ ای لمر او سپوږمۍ، د هغه ثنا ووایئ

ای ټولو ځلېدونکو ستورو، د هغه ثنا ووایئ

۴ ای اوچتو اسمانونو، د هغه ثنا ووایئ

ای د اسمان دپاسه اوبو، د هغه ثنا ووایئ

۵ ټول دې ووایي ثنا د څښتن په نوم

ځکه چې ټول یې پیدا کړي دي په خپل حکم

۶ ځای په ځای کړي یې دي هغوی

خپلو ځایونو کې د تل دپاره

هغه جوړ کړی دی قانون

او بدلېدلی نه شي

۷ وکړئ ثنا او صفت د څښتن ای د ځمکې مخلوقاتو

ای لویو بحري حیواناتو او مخلوقاتو

چې اوسېږئ د بحرونو تل کې

۸ ای برېښنا او ږلۍ، واورې او ورېځو

توفاني بادونو چې یې حکم منئ

۹ ای ټولو غرونو او غونډیو

ای مېوه دارو ونو او ای د سبر ونو

۱۰ ای ټولو وحشي او اهلي څارویو

ای خزندو او مرغانو

۱۱ ای پاچاهانو د نړۍ او ټولو خلکو

ای شاهزادګانو او ای ټولو حاکمانو

۱۲ ای ځوانانو او پېغلو

ای زړو خلکو او ماشومانو

۱۳ ټول دې ووایي ثنا د څښتن په نوم

ځکه چې یوازې د هغه نوم لوی دی

شان او شوکت یې لوړ دی

له ځمکې او اسمانونو څخه

۱۴ هغه خپل قوم دی قوي کړی

ترڅو ووایي ثنا ټول وفادار خلک یې

هغه دا کار کړی دی د اسراییلیانو دپاره

چې ورته ګران دي ډېر
وکړئ ثنا او صفت د څښتن