د زبورونو کتاب

یوسلو اووه څلوېښتم زبور

د مطلق قادر خدای ثنا او صفت

۱ وکړئ ثنا او صفت د څښتن

څومره ښه ده چې خپل خدای دپاره ووایو سندره

څومره ده سمه او خوشحالوونکې

چې صفت یې وکړو

۲ څښتن بیا ابادوي اورشلیم

شړلي خلک د اسراییلو

راولي بېرته خپل کور ته

۳ روغوي هغه مات زړونه

او ږدي پټۍ د دوی زخمونو باندې

۴ هغه ټاکلی دی د ستورو شمېر

او هر یوه ته یې خپل نوم ورکړی

۵ زمونږ څښتن دی لوی

او ډېر زورور دی هغه

بې‌اندازې ده د هغه پوهه

۶ پورته کوي څښتن عاجزان خلک

خو بدکاران راغورځوي په ځمکه

۷ څښتن ته ووایئ د شکرګزارۍ سندره

خپل خدای ته وغږوئ ساز په رباب سره

۸ هغه په ورېځو پټوي اسمان

را‌اوروي هغه باران په ځمکه

او شنه کوي واښه غونډیو باندې

۹ حیواناتو ته خوراک رسوي

ورکوي خوراک چې کله وچغیږي

د کارغانو بچي

۱۰ خوشحالي د هغه نه ده د اس قوت کې

او نه یې خوښي شته د انسان طاقت کې

۱۱ خو وي خوشحاله څښتن د هغو خلکو څخه

چې کړي وېره له هغه

او څوک چې باور لري د هغه په تلپاتې مینه

۱۲ ای اورشلیمه، د څښتن ثنا او صفت وکړه

ای صهیونه، د خپل خدای ثنا او صفت وکړه

۱۳ ځکه قوي ساتي اړمونه ستا د ښار د دروازو

او برکت ورکوي ستا اوسېدونکو ته

۱۴ ستا سرحدونه په امان کې ساتي

او تا مړوي په ډېرو ښو غنمو باندې

۱۵ هغه امر کوي ځمکې ته

او څه چې وایي اجرا کیږي هغه زر

۱۶ وروي واوره لکه سپینو وړیو په شان

او خپروي پرخه لکه ایرې په شان

۱۷ هغه ږلۍ وروي لکه د کاڼو په شان

څوک ټینګېدلی نه شي د هغه یخنۍ ته

۱۸ د هغه په حکم ویلي کیږي یخ

رالېږي بادونه او جاري کیږي اوبه

۱۹ هغه یعقوب ته خپل پیغام ورکوي

یعنې اسراییلو ته خپل قوانین او احکام

۲۰ هغه بل قوم ته داسې نه دي کړي

دوی نه پوهیږي د هغه په قوانینو باندې
د څښتن ثنا او صفت وکړئ