چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
د زبورونو کتاب
یوسلو شپږڅلوېښتم زبور
خلاصون ورکوونکي خدای ته ثنا او صفت
۱ وکړئ ثنا او صفت د څښتن
ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه
۲ ترڅو ژوندی یم زه به وایمه ثنا د هغه
زه به خپل خدای ته ټول عمر سندرې وایم
۳ توکل مه کوئ په قدرتمندو خلکو
هېڅ فاني انسان تاسو ژغورلی نه شي
۴ کله چې مړه شي هغوی، بېرته ورځي خاورو ته
په هغه ورځ به شي برباد ټول پلانونه د دوی
۵ بختور دی هغه څوک چې مددګار یې دی خدای د یعقوب
چې یې امید وي په خپل څښتن خدای باندې
۶ چې دی خالق د اسمان، ځمکې او دریابونو
او هر څه چې دي هغو کې
چې ولاړ وي همېشه خپلو وعدو باندې
۷ چې انصاف کوي د مظلومانو سره
او وږیو خلکو ته خواړه ورکوي
څښتن ازادوي بندیان
۸ او بینا کوي ړانده
لاس ورکوي کړوپ شویو خلکو ته
د نېکو خلکو سره مینه کوي
۹ هغه ساتنه کوي د پردو خلکو
هغه پام کوي په کونډو او یتیمانو باندې
خو خرابوي د بدکارانو پلانونه
۱۰ څښتن به کړي پاچاهي د تل دپاره
ای صهیونه، پاچاهي به کړي ستا خدای
ټولو نسلونو پورې
وکړئ ثنا او صفت د څښتن