۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

شپږويشتم باب

د حضرت عيسىٰ د قتل سازش

۱ کله چې عيسىٰ خپلې خبرې خلاصې کړې نو خپلو مريدانو ته يې وفرمائيل، ۲ ”تاسو خبر يئ چې دوه ورځې پس به د فسح اختر وى، او اِبن آدم به په سولۍ کولو ته وسپارلے شى.“ ۳ بيا مشران اِمامان او د قوم مشران د مشر اِمام کائفس په محل کښې جرګه شول. ۴ او هلته هغوئ دا سازش کولو چې عيسىٰ په پټه ونيسو او مړ يې کړُو. ۵ خو هغوئ ووئيل چې، ”دا دې د اختر په ورځ نۀ وى، ګنې په خلقو کښې به بلوا جوړه شى.“

د حضرت عيسىٰ په سر عطر اچول

۶ کله چې عيسىٰ د شمعون جذامى په کور کښې په بيتِ‌عنياه کښې وو، ۷ يوه ښځه راغله چې د مرمرو په عطردان کښې ورسره قيمتى خوشبويه عطر وُو، او څنګه چې هغه خوراک ته کښېناستو هغې ورله په سر عطر واچول. ۸ مريدانو چې دا وليدل نو خفه شول. هغوئ ووئيل، ”دا دې ولې ضائع کړل؟ ۹ دا خو به په ډېرو پېسو خرڅ شوې وے او پېسې به يې د چا غريبانانو په کار راغلې وے.“ ۱۰ عيسىٰ په دې خبر وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو دا ښځه ولې تنګوئ؟ هغې ما سره ډېر ښۀ کړى دى. ۱۱ ځکه چې غريبانان خو به تل تاسو سره وى خو زۀ به درسره تل نۀ يم. ۱۲ هغې چې دا عطر زما په بدن واچول نو زۀ يې د ښخولو دپاره تيار کړم. ۱۳ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر چرته چې په دُنيا کښې دا زېرے خوريږى نو څۀ چې هغې وکړل نو دا به هم په دې ياديږى.“

د يهوداه اِسکريوتى مُخبرى

۱۴ نو بيا يهوداه اِسکريوتى چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو، مشرانو اِمامانو له لاړو، ۱۵ او ورته يې ووئيل، ”کۀ زۀ په عيسىٰ جاسوسى وکړم نو تاسو به ما له څۀ راکړئ؟“ نو هغوئ ورله دېرش د سپينو زرو سيکې ورکړې. ۱۶ د هغه وخت نه پس هغه د مخبرۍ د موقعې په تلاش کښې وو.

مريدانو سره فسح خوړل

۱۷ د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ عيسىٰ له مريدان راغلل او وې وئيل چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“ ۱۸ هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”په ښار کښې فلانى سړى له ورشئ او ورته ووايئ چې اُستاذ وائى چې زما مقرر وخت رانزدې دے، زۀ به د مريدانو سره ستا په کور کښې د فسح اختر کوم.“ ۱۹ مريدانو د عيسىٰ د وينا په مطابق کار وکړو او هلته يې د فسح خوراک تيار کړو. ۲۰ کله چې ماښام شو عيسىٰ هغه دولسو مريدانو سره کښېناستو. ۲۱ او د روټۍ په وخت هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى.“ ۲۲ هغوئ ورته نمبر په نمبر ډېر په پرېشانۍ سره ووئيل، ”مالِکه زۀ خو به نۀ يم؟“ ۲۳ هغۀ جواب ورکړو، ”چا چې زما سره په دې تالى کښې لاس ښکته کړو هغه به په ما مُخبرى کوى. ۲۴ د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم جاسوسى کوى. کۀ هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو د هغۀ په حق کښې به دا ډېره ښۀ وه.“ ۲۵ بيا يهوداه، څوک چې مُخبر وو ورته ووئيل، ”مالِکه زۀ خو به نۀ يم؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده.“

عشاء ربانى

۲۶ د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ما ته يې کړه. په مريدانو يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، وې خورئ، دا زما بدن دے.“ ۲۷ بيا هغۀ د ميو يوه پيالۍ راواخسته، د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او په دې وينا سره يې هغوئ له ورکړه چې، ”د دې نه ټول وڅښئ. ۲۸ دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو د ګناهونو د معافۍ دپاره توئيږى. ۲۹ زۀ تاسو ته دا وايم چې د انګورو رس به زۀ بيا تر هغې ورځې پورې ونۀ څښم ترڅو چې زۀ يې د خپل پلار په بادشاهۍ کښې تاسو سره تازه ونۀ څښم.“ ۳۰ د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.

د پطروس د اِنکار په حقله پېشګوئې

۳۱ بيا عيسىٰ دوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ټول به نن شپه زما په وجه تيندک وخورئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى.“ ۳۲ خو هر کله چې زۀ بيا پاڅولے شم نو زۀ به ستاسو نه وړاندې ګليل ته لاړ شم.“ ۳۳ پطروس جواب ورکړو، ”ستا په وجه کۀ بل هر يو هم تيندک وخورى، خو زۀ به هيچرې تيندک ونۀ خورم.“ ۳۴ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تا ته رښتيا وايم چې تۀ به نن شپه د چرګ د بانګ نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“ ۳۵ پطروس ورته ووئيل، ”کۀ زۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرې اِنکارى نۀ شم.“ او ټولو مريدانو هم داسې اِقرار وکړو.

د ګيتسمنى په باغ کښې دُعا کول

۳۶ نو بيا عيسىٰ سره د مريدانو ګيتسمنى نومې ځائ ته لاړو او هلته يې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ترڅو چې زۀ دُعا کوم تاسو دلته کښېنئ.“ ۳۷ هغۀ پطروس او د زبدى زامن د ځان سره کړل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله. ۳۸ او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”زما زړۀ د غمه چوى، دلته ايسار شئ او ما سره بېدار اوسئ.“ ۳۹ هغه يو څو قدمه لاړو، پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وکړه چې، ”اے زما پلاره، کۀ کېدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“ ۴۰ بيا دے مريدانو له راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل نو هغۀ پطروس ته وفرمائيل، ”ولې تاسو ما سره يوه ګينټه قدرې هم بېدار نۀ شوئ پاتې کېدے؟ ۴۱ بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“ ۴۲ هغه په دوېم ځل لاړو او دُعا يې وغوښته چې، ”اے زما پلاره، کۀ چرې دا د تکليف پياله زما د څښلو نه بغېر اخوا کېدے نۀ شى، نو ستا رضا دې وشى.“ ۴۳ چې يو ځل بيا هغه واپس راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل ځکه چې د هغوئ سترګې درنې شوې وې. ۴۴ بيا هغۀ هغوئ پرېښودل او لاړو او په درېم ځل يې دُعا وغوښتله او هغه مخکښېنۍ خبرې يې بيا وکړلې. ۴۵ بيا هغه مريدانو له راغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ولې تاسو لا هغه شان اودۀ يئ، هغه شان لا آرام کوئ؟ خو وخت راغلو چې اِبن آدم به د ګناهګارانو لاسونو ته حواله شى. ۴۶ پاڅئ، ځئ چې ځو. زما مُخبر نزدې راغلے دے.“

د حضرت عيسىٰ مُخبرى او نيول

۴۷ عيسىٰ چې لا خبرې کولې نو سمدستى يهوداه چې په دولسو مريدانو کښې يو وو، هغه او ډېر خلق چې تُورې او کوتکى ورسره وې راښکاره شول هغوئ مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو رالېږلى وُو. ۴۸ جاسوس هغوئ ته دا نښه ښولې وه، ”څوک چې زۀ ښکل کړم هم هغه دے، وې نيسئ.“ ۴۹ نو هغه سمدستى وروړاندې شو، وې وئيل چې، ”اُستاذه سلام.“ او ښکل يې کړو. ۵۰ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”ملګريه، تۀ چې څۀ کول غواړې کوه.“ بيا هغوئ راوړاندې شول، عيسىٰ يې راټينګ کړو او وې نيولو. ۵۱ په هغه وخت کښې د عيسىٰ په ملګرو کښې يو تُورې ته لاس کړو او راوې ويستله او د مشر اِمام په غلام يې ګزار وکړو او د هغۀ غوږ يې پرې کړو. ۵۲ خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”خپله تُوره په تيکى کښې کېږده. څوک چې تُوره چلوى په تُوره مرى. ۵۳ ولې تۀ په دې نۀ پوهېږې چې زۀ د خپل پلار نه مدد وغواړم او هغه به په دې ساعت زما د مدد دپاره د فرښتو د دولسو لښکرو نه زيات راولېږى؟ ۵۴ نو بيا د صحيفو دا وينا به څنګه تر سره کيږى چې په کښې وئيلے شوى دى چې دا به ضرور کيږى؟“ ۵۵ هم په دغه وخت عيسىٰ هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ څۀ؟ زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې درکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو. ۵۶ خو دا هر څۀ هم ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“ نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل.

د جرګې په وړاندې پېشى

۵۷ عيسىٰ نيولے تړلے د مشر اِمام کائفس کور ته بوتلے شو چرته چې د شرعې عالمان او مشران راټول وُو. ۵۸ پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو چې د دې هر څۀ اَنجام ووينى. ۵۹ مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش وکړو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى. ۶۰ خو داسې ګواهى يې پېدا نۀ کړے شوه، سره د دې چې ډېر کسان د دروغو ګواهۍ دپاره راوړاندې شوى وُو. آخر دوو سړو دا ګواهى وکړه چې، ۶۱ ”دۀ فرمائيلى وُو چې زۀ د خُدائ پاک کور نړولے شم او په درېو ورځو کښې يې بيا آبادولے شم.“ ۶۲ په دې مشر اِمام پاڅېدو او عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”ولې تا سره جواب نشته؟ دا اِلزامونه د څۀ دى چې هغوئ ستا خلاف ګواهى ورکوى؟“ ۶۳ خو عيسىٰ چپ پاتې شو. نو بيا مشر اِمام ووئيل چې، ”زۀ د ژوندى خُدائ پاک قَسم درکوم چې ووايه، تۀ په رښتيا مسيح، د خُدائ پاک زوئ يې کۀ نه؟“ ۶۴ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده، خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د نن نه پس به تاسو اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“ ۶۵ په دې وينا مشر اِمام خپله چُوغه وشلوله او وې وئيل چې، ”دے خو کُفر وائى. د دې ګستاخۍ نه پس هم د نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟ تاسو په خپله دا کُفر واورېدو. ۶۶ ستاسو فېصله څۀ ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”دے مجرم دے او د قتلولو جوګه دے.“ ۶۷ بيا هغوئ د هغۀ په مخ وتُوکل او په سوکونو يې ووهلو او ځينو په څپېړو ووهلو، ۶۸ او وئيل يې، ”اے مسيح، کۀ تۀ په رښتيا نبى يې نو دا راته ووايه چې چا ووهلې.“

د پطروس د حضرت عيسىٰ نه منکرېدل

۶۹ نو په دې دوران کښې پطروس بهر په صحن کښې ناست وو چې يوه وينځه ورغله او ورته يې ووئيل، ”تۀ خو هم د عيسىٰ ګليلى سره وې.“ ۷۰ خو پطروس د ټولو په مخکښې منکر شو او وې وئيل چې، ”زۀ نۀ پوهېږم، چې دا تاسو څۀ وايئ؟“ ۷۱ بيا هغه د ډيوډۍ په لور روان شو او هلته يوې بلې وينځې چې هغه وليدو نو موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”دا سړے هم د عيسىٰ ناصرى سره وو.“ ۷۲ يو ځل بيا هغه منکر شو او په قسمونو شو چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“ ۷۳ لږه شېبه وروستو د ولاړو کسانو نه يو څو کسان راغلل او پطروس ته يې ووئيل چې، ”بې‌شکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې ستا د لهجې نه دا پته لګى.“ ۷۴ په دې هغه په بدو ردو سر شو او قسمونه يې وخوړل چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“ په دغه وخت کښې چرګ بانګ ووئيلو. ۷۵ او پطروس ته د عيسىٰ هغه خبره راياده شوه چې فرمائيلى يې وُو چې، ”د چرګ د بانګ نه مخکښې به تۀ زما نه درې ځله اِنکارى شې.“ هغه بهر ووتو او په چغو چغو يې وژړل.