۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

اوولسم باب

د حضرت عيسىٰ شکل بدلېدل

۱ شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا يو اوچت غرۀ ته وخېژول. ۲ او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو او د هغۀ مخ لکه د نمر وځلېدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې. ۳ نو ناګهانه هغوئ ته موسىٰ او الياس ښکاره شُو چې د هغۀ سره يې خبرې کولې. ۴ نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل ښۀ دى. کۀ تۀ غواړې نو زۀ به دلته درې جونګړې، يوه ستا دپاره، يوه موسىٰ دپاره او يوه الياس دپاره جوړه کړم.“ ۵ هغۀ لا دا خبرې کولې چې ناګهانه يوه پړقېدونکې وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه آواز وفرمائيل، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم. د هغۀ خبرې واورئ.“ ۶ د دې آواز په اورېدو مريدان د يرې نه پړمخې پرېوتل. ۷ خو بيا عيسىٰ هغوئ له ورغلو، په هغوئ يې لاس ولګولو او ورته يې وفرمائيل، ”پاڅئ، مۀ يرېږئ.“ ۸ او کله چې هغوئ بره نظر واچولو نو څوک يې هم ونۀ ليدل خو صرف عيسىٰ د هغوئ سره ولاړ وو. ۹ نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”د دې رويا په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“ ۱۰ نو مريدانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”بيا زمونږ د شرعې عالمان داسې ولې وائى چې الياس به ضرور وړومبے راځى؟“ ۱۱ هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”آو، الياس به راځى او هر څۀ به سموى. ۱۲ خو زۀ تاسو ته وايم چې الياس خو راغلے دے، خو هغوئ نۀ دے پېژندلے او څۀ چې دوئ غوښتل ورسره يې وکړل. او دغه شان به اِبن آدم هم د هغوئ د لاسه ودرديږى.“ ۱۳ بيا مريدان پوهه شول چې هغه د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ په باب کښې فرمائى.

د پيرى نيولې هلک روغول

۱۴ کله چې هغوئ خلقو ته واپس راغلل نو يو سړے عيسىٰ له راغلو، د هغۀ په وړاندې په ګوډو شو ۱۵ او وې وئيل، ”مالِکه، زما په زوئ رحم وکړه. په هغۀ مِرګى راځى او ډېر يې زوروى کله يې په اور او کله يې په اوبو کښې غورزوى. ۱۶ ما هغه ستا مريدانو له راوستو خو هغوئ روغ نۀ کړے شو.“ ۱۷ عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بې‌ايمانه او بدکاره پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ هغه ما له دلته راولئ.“ ۱۸ بيا عيسىٰ هغه پيرے ورټلو نو هغه يې پرېښودو او سمدستى هغه هلک روغ شو. ۱۹ د دې نه پس مريدان عيسىٰ له يواځې راغلل او تپوس يې وکړو چې، ”دا مونږ ولې نۀ شُو شړلے؟“ ۲۰‏-۲۱ هغۀ جواب ورکړو چې، ”ځکه ستاسو ايمان ډېر کمزورے دے. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه، نو هغه به روان شى. او هيڅ کار به ستاسو دپاره ناممکن نۀ وى.“

حضرت عيسىٰ يو ځل بيا د خپل مرګ پېشګوئې وکړله

۲۲ کله چې هغوئ په ګليل کښې يو ځائ وُو نو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى. ۲۳ هغوئ به دے قتل کړى، په درېمه ورځ به هغه بيا راژوندے شى.“ نو په دې اورېدو هغوئ ډېر غمژن شول.

د خُدائ پاک د کور محصُول ورکول

۲۴ کله چې دوئ کفرنحُوم ته راغلل نو د خُدائ د کور خزانچى پطروس له راغلو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”ولې ستا اُستاذ د خُدائ د کور محصُول ورکوى څۀ؟“ ۲۵ پطروس ورته ووئيل چې، ”هغه يې ورکوى.“ خو کله چې پطروس دننه لاړو نو عيسىٰ د هغۀ د وينا نه وړاندې وفرمائيل چې، ”اے شمعونه، تۀ په دې باره کښې څۀ وائې چې د دُنيا بادشاهان د چا نه محصُول او ماليه اخلى، د خپلو خلقو نه کۀ د پردو نه؟“ ۲۶ پطروس جواب ورکړو چې، ”د پردو نه.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”نو بيا خو د دوئ خپل خلق معاف دى. ۲۷ خو هرکله چې مونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، د درياب په اوبو کښې کُنډه واچوه او کوم کب چې تۀ اول ونيسې، د هغۀ خولۀ کولاو کړه، نو تۀ به په کښې يوه د سپينو زرو سيکه ومومې. هغه يوسه او ور يې کړه، دا به زما او ستا دواړو محصُول پوره کړى.“