۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

پينځلسم باب

د مشرانو رسمونه

۱ بيا د فريسيانو او د شرعې د عالمانو يوه ډله د يروشلم نه عيسىٰ له راغله او دا تپوس يې ترې وکړو چې، ۲ ”ستا مريدان ولې پخوانى رسمونه ماتوى او دوئ له چې څنګه د روټۍ نه وړاندې لاسونه وينځل په کار دى، نۀ وينځى؟“ ۳ هغۀ ورته په جواب کښې وفرمائيل چې، ”دا تاسو څۀ کوئ چې د خپلو رواياتو د خاطره د خُدائ پاک حکم ماتوئ؟ ۴ ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د خپل مور او پلار عزت کوئ، او هر څوک چې خپل مور يا پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى. ۵ خو تاسو خلقو ته دا تعليم ورکوئ چې دا ټيک خبره ده چې کۀ څوک خپل مور او پلار ته دا ووائى چې، ”ستا چې څۀ په کار وُو هغه ما د خُدائ پاک په نامه ورکړل، مطلب دا چې ما د خُدائ پاک په نامه ورکړل،“ ۶ نو هغه نور د مور او پلار د حق نه مجبور نۀ دے. نو دغه شان تاسو د خپلو رواياتو په وجه د خُدائ پاک حُکمونه منسوخ کوئ. ۷ اے مُنافقانو، يشعياه نبى ستاسو په حقله په رښتيا سره دا پېشګوئې کړې وه، کله چې هغۀ وفرمائيل چې، ۸ دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. ۹ دوئ بې‌فائدې زما عبادت کوى، ځکه چې دوئ خلقو ته د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.“

هغه څيزونه چې انسان پليتوى

۱۰ بيا هغۀ خلقو ته آواز وکړو او وې فرمائيل چې، ”زما خبره واورئ او ځان پرې پوهه کړئ. ۱۱ څۀ چې په خولۀ دننه کيږى په هغې يو کس نۀ پليتيږى، خو په هره هغه خبره پليتيږى څۀ چې د هغۀ د خولې نه راوځى.“ ۱۲ بيا مريدان عيسىٰ له راغلل او وې وئيل چې، ”تۀ خبر يې چې فريسيانو ستا دا خبرې بدې ګڼلى دى؟“ ۱۳ هغۀ جواب ورکړو چې، ”هر يو بوټے چې زما آسمانى پلار لګولے نۀ وى هغه به د بېخه وويستلے شى. ۱۴ د دوئ پرواه مۀ کوئ. دا ړاندۀ لارښودونکى دى، نو کۀ چرې يو ړوند بل ړوند ته لارښودنه کوى نو دواړه به په کنده کښې وغورزيږى.“ ۱۵ بيا پطروس ووئيل چې، ”مونږ ته دا مِثال تشريح کړه.“ ۱۶ عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې تاسو هم لا تر اوسه د نورو په شان ناپوهه يئ؟ ۱۷ ولې تاسو دا نۀ وينئ چې کوم څيز چې په خولۀ دننه شى، خېټې ته لاړ شى او بيا هغه د بدن نه بهر وځى؟ ۱۸ خو چې څۀ په خولې وئيلے شى هغه د زړۀ نه راوځى او دغه خبرې دى چې انسان پليتوى. ۱۹ ځکه چې ټول وران خيالونه، لکه قتل، زنا، حرامکارى، غلا، د دروغو ګواهى او غېبت د زړۀ نه راوځى. ۲۰ او دا هغه کارونه دى چې انسان پليتوى، خو په ناوينځلو لاسونو باندې په خوراک کولو، انسان نۀ پليتيږى.“

د کنعانى ښځې عقيده

۲۱ بيا عيسىٰ هغه ځائ پرېښودو او د صور او د صيدا علاقې ته راغلو ۲۲ او د هغې علاقې يوه کنعانى ښځه بهر راووتله او په چغه يې ووئيل، ”اے مالِکه، په ما رحم وکړه. اے د داؤد زويه، زما لور پيريانو سخته نيولې ده.“ ۲۳ خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. د هغۀ مريدان راغلل او زارى يې وکړه چې، ”دا ښځه لرې کړه ځکه چې په مونږ پسې بې‌واره چغې وهى.“ ۲۴ عيسىٰ جواب ورکړو ”زۀ صرف د بنى اِسرائيل د خاندان د ورکو شوو ګډو دپاره رالېږلے شوے يم.“ ۲۵ خو هغه ښځه راغله، د دۀ په پښو پرېوته او چغې يې کړې، ”مالِکه، زما مدد وکړه.“ ۲۶ عيسىٰ په جواب کښې وفرمائيل، ”دا مناسب نۀ دى چې د ماشومانو برخه روټۍ دې څوک واخلى او سپو ته دې واچوى.“ ۲۷ هغې جواب ورکړو چې، ”آو مالِکه، خو بيا سپى هم هغه ټوکړې خورى کومې چې د مالِکانو د دسترخوان نه وغورزيږى.“ ۲۸ نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ څومره د لوئ ايمان لرونکې ښځه يې، نو څنګه چې تۀ غواړې، هغه شان دې وشى.“ او هم په هغه ساعت د هغې لور جوړه شوه.

د ډېرو خلقو جوړول

۲۹ کله چې عيسىٰ د دغه ځايه د ګليل درياب په غاړه روان شو نو هغه بيا غرۀ ته بره لاړو او هلته کښېناستو. ۳۰ نو ډېر خلق ورله راغلل چې ورسره ګوډيان، ړاندۀ، شليان، ګونګيان، او نور ډېر بيماران وُو. او هغوئ هغه خلق د عيسىٰ پښو ته څملول او هغۀ هغوئ روغ کړل. ۳۱ هغه خلق په دې ډېر حېران شول چې چاړاګانو خبرې وکړلې، مات ګوډ خلق روغ شول او ګرځېدل او ړاندۀ بينا شول او ټولو په دې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک لوئى بيان کړه.

څلورو زرو خلقو له روټۍ ورکول

۳۲ عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بې‌هوشه شى.“ ۳۳ مريدانو جواب ورکړو چې، ”په دې خوشى بيابان کښې به دومره خلقو له مونږ روټۍ د کومه راوړو؟“ ۳۴ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو سره څو روټۍ دى؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”اووۀ روټۍ او يو څو واړۀ کبان.“ ۳۵ نو عيسىٰ خلقو ته وفرمائيل چې په زمکه کښېنئ. ۳۶ نو هغه اووۀ روټۍ او کبان يې راواخستل، او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو، روټۍ او کبان يې ټوکړې کړل او مريدانو له يې ورکړل، او مريدانو په خلقو وويشل. ۳۷ ټولو ځانونه ښۀ ماړۀ کړل. او چې څۀ ټوکړې ترې پاتې شوې نو هغه يې راټولې کړلې. هغه دومره وې چې اووۀ غټې ټوکرۍ ترې ډکې شوې. ۳۸ د بچو او ښځو نه علاوه څلورو زرو کسانو هغه روټۍ وخوړه. ۳۹ هغۀ بيا خلق رُخصت کړل، کِشتۍ ته وختلو او د مګدن علاقې ته لاړو.