قرنتیانو ته د پولوس رسول دوهم لیک

دوهم فصل

۱نو ما پرېکړه وکړه چې تاسو ته درنشم، ترڅو نور ستاسو د خفګان سبب نه شم. ۲ځکه که چېرې زه تاسو خفه کړم، نو څوک به پاتې وي چې ما خوشحاله کړي، بې له هغو کسانو چې ما خفه کړي دي؟ ۳ما هغه لیک تاسو ته ولیکه، ترڅو زما د راتګ په وخت هغه خلک چې باید ما خوشحاله کړي، زما د خفګان سبب نه شي. زه باور لرم چې زما خوشحالي به ستاسو د ټولو خوشحالي وي. ۴دا لیک ما په ډېر غمجن او دردمن زړه او په ډېرو اوښکو سره تاسو ته ولیکه. ما نه غوښتل چې تاسو غمجن شئ، بلکې ما غوښتل چې تاسو په دې پوه شئ چې زه تاسو سره څومره زیاته مینه لرم.

د یو ګناهکار بخښنه

۵هغه څوک چې په تاسو کې د خفګان سبب شوی دی، نه یوازې دا چې زه یې خفه کړی یم، بلکې تر یوه حده یې تاسو هم خفه کړي یئ. خو زه نه غواړم چې خبره اوږده شي. ۶دا چې تاسو هغه ملامته کړ، نو د هغه دپاره همدومره بس دی. ۷نو اوس تاسو باید هغه وبخښئ او تسلي ورته ورکړئ، هسې نه چې هغه د ډېره غمه غرق شي. ۸نو زه ستاسو نه په کلکه غوښتنه کوم چې پرېږدئ هغه پوه شي چې په رښتیا د هغه سره مینه لرئ. ۹له دې امله ما تاسو ته هغه لیک ولیکه چې تاسو وازمایم. ما غوښتل چې وګورم ایا تاسو په هر کار کې زما تابعداري کوئ یا نه. ۱۰کله چې تاسو کوم څوک وبخښئ، نو زه هم هغه بخښم او که چېرې لازمه وي چې زه کوم څوک وبخښم، نو ما هغه د مسیح په حضور کې او ستاسو په خاطر بخښلی دی. ۱۱دا کار د دې دپاره کوم چې د شیطان مخه ونیسو، ترڅو ونه شي کولای مونږ وغولوي، ځکه چې مونږ د هغه د نقشو او دسیسو څخه ناخبره نه یو.

د ترواس په ښار کې د پولوس اندېښنې

۱۲کله چې زه د ترواس ښار ته ورسېدم چې د عیسی مسیح په هکله زېری ورسوم، نو څښتن راته ښه موقعه برابره کړه. ۱۳خو کله چې ما خپل ورور تیتوس هلته ونه لیده، نو زما ذهن او فکر نا‌ارامه ؤ، نو د ترواس د خلکو سره مې خدای پاماني وکړه او مقدونیې ته لاړم.

په مسېح کې بریالیتوب

۱۴خو د خدای شکر دی چې هغه مونږ تل په مسیح کې لکه د بريالیو په قطار کې روان کړي یو. خدای زمونږ څخه په هرځای کې د مسیح د پېژندګلوۍ د خپرولو دپاره لکه د عطرو په شان کار اخلي.

۱۵‏-۱۶خدای مونږ د هغو خوشبویه عطرو په شان ګڼي چې مسیح یې خدای ته وړاندې کوي. نو د هغو خلکو دپاره چې خلاصون مومي، دا عطر ښه بوی ورکوي او هغوی ژوند ته بیایي. خو د هغو خلکو دپاره چې تباه کېدونکي دي، بد بوی ورکوي او هغوی د هلاکت خواته وړي. نو بیا څوک د دې کارونو توان او وړتیا لري؟ ۱۷مونږ د خدای په کلام سوداګري نه کوو، لکه څنګه چې ډېر خلک دا کار کوي، بلکې مونږ هغه په اخلاص سره د هغو کسانو په شان چې د خدای له خوا ورته دنده ورکړل شوې ده، په مسیح کې د هغه په حضور کې خبرې کوو.