مخکینۍ څپرکۍ

قرنتیانو ته د پولوس رسول دوهم لیک

لومړی فصل

۱دا لیک د پولوس له خوا چې د خدای په ارادې د عیسی مسیح رسول دی او زمونږ د ورور تیموتاوس له خوا د خدای کلیسا ته چې د قرنتوس په ښار کې ده او په ټول جنوبي یونان کې د خدای ټولو خلکو ته. ۲زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

د ډاډ ګېرنې په خاطر د خدای څخه د پولوس شکرګزاري

۳ثنا او صفت دې وي خدای ته یعنې زمونږ د څښتن عیسی مسیح پلار ته چې مهربانه پلار او د تسلۍ سرچینه ده. ۴هغه مونږ ته په ټولو ستونزو کې تسلي راکوي، ترڅو مونږ وکولای شو هغو خلکو ته تسلي او ارامي ورکړو چې د ستونزو سره مخ دي، نو مونږ هم هغوی ته هغه تسلي ورکړو چې خدای مونږ ته راکړې ده. ۵لکه څنګه چې مونږ د مسیح سره په ډېرو کړاوونو کې شریک یو، نو د مسیح په وسیله د هغه په ډېرو ارامیو کې هم شریک یو. ۶که چېرې مونږ د ستونزو سره مخامخ کېږو، نو دا ستاسو د تسلۍ او خلاصون په خاطر دي او که مونږ تسلي مومو نو دا ستاسو دپاره ده، ترڅو تاسو هم په صبر او حوصلې سره هغه کړاوونه وزغمئ چې مونږ یې زغمو. ۷مونږ چې ستاسو نه کومه هیله لرو هغه ټینګه ده، ځکه چې مونږ پوهیږو لکه څنګه چې زمونږ سره په کړاوونو کې شریک یئ، نو په ارامۍ کې به هم زمونږ سره شریک اوسئ.

۸ای خویندو او ورونو! مونږ نه غواړو چې تاسو د هغو ستونزو څخه چې مونږ ورسره د اسیا په ولایت کې مخامخ شولو، بې‌خبره پاتې شئ. کوم بار چې زمونږ په اوږو باندې کېښودل شو، هغه دومره دروند ؤ چې زمونږ د توان نه پورته ؤ او حتی مونږ د خپل ژوند څخه نا‌امیده شوي وو. ۹په رښتیا سره مونږ دا احساس کاوه چې په مونږ باندې د مرګ حکم شوی دی. خو دا په دې خاطر ؤ ترڅو مونږ په خپل ځان باندې نه بلکې په خدای باندې چې مړي راژوندي کوي، تکیه وکړو. ۱۰هغه مونږ د وژونکي خطر نه خلاص کړو او مونږ به ژغوري. مونږ د هغه څخه هیله لرو چې بیا به مونږ ژغوري. ۱۱تاسو هم په خپلو دعاګانو سره زمونږ سره مرسته کوئ، ترڅو ډېر خلک د هغه فضل په خاطر چې د خلکو د دعاګانو له امله خدای مونږ ته راکړی دی، د هغه شکر وکړي.

د پولوس د نقشې بدلېدل

۱۲مونږ په دې ویاړ کوو او زمونږ وجدان هم د دې شاهد دی چې مونږ د دې نړۍ د خلکو او په ځانګړې توګه ستاسو سره د خدای د صداقت او اخلاص له مخې چلند کړی دی. خو دا کار مونږ د خدای د فضل په وسیله کړی دی، نه د انساني حکمت په وسیله. ۱۳‏-۱۴ځکه هغه څه چې تاسو ته یې لیکو، په هغه کې داسې څه نشته چې تاسو یې لوستلی نه شئ او یا پرې نه پوهېږئ، بلکې یوازې هغه څه دي چې تاسو یې لولئ او ورباندې پوهېږئ. مونږ په دې هیله یو لکه څنګه چې مونږ تر یو حده پېژنئ، په دې شیانو باندې به په پوره توګه پوه شئ. نو کله چې زمونږ څښتن عیسی بېرته راشي، لکه څنګه چې مونږ په تاسو باندې ویاړ کوو، تاسو به هم په مونږ باندې ویاړ کوئ.

۱۵ځکه چې زه په دې باندې ښه ډاډه وم، نو ما وغوښتل چې د ټولو نه مخکې ستاسو سره ملاقات وکړم، ترڅو تاسو دوه چنده برکتونه ومومئ. ۱۶ما غوښتل چې مقدونیې ته د تګ په وخت کې په لاره کې او د هغه ځای نه د بېرته راتللو په وخت کې ستاسو سره ووینم او ستاسو په مرسته یهودیې ته لاړ شم. ۱۷نو کله چې ما د سفر نیت وکړ، ایا په دې کې زړه نازړه وم؟ ایا زما نقشې د دې نړۍ د خلکو په شان دي چې په همدې یو وخت کې کله «هو» وایم او کله «نه» وایم؟ ۱۸لکه څنګه چې د خدای خبرې رښتیا دي، نو تاسو ته زمونږ خبرې هم په یو وخت کې کله «هو» دي یا کله «نه.» ۱۹ځکه چې د خدای زوی عیسی مسیح چې د هغه په هکله ما او سیلاس او تیموتاوس تاسو ته وعظ وکړ، هېڅکله دوه زړی نه ؤ، بلکې د هغه هو تل «هو» وه. ۲۰ځکه چې د خدای ټولې وعدې په مسیح کې «هو» دي. له همدې امله مونږ د هغه په وسیله د خدای د جلال دپاره هغه ته امین وایو. ۲۱نو دا خدای دی چې مونږ او تاسو ته دا توان راکوي چې د مسیح سره په یووالي کې ټینګ ودرېږو. هغه مونږ مسح یعنې غوره کړي یو، ۲۲هغه خپل د ملکیت مهر په مونږ باندې لګولی دی او خپل روح یې زمونږ په زړونو کې اچولی دی، ترڅو د هغو شیانو ضامن وي چې زمونږ سره یې وعده کړې ده.

۲۳خدای شاهد دی چې ما په دې خاطر قرنتوس ته د بیا راتللو څخه ډډه وکړه چې تاسو په زحمت نه شئ. ۲۴زمونږ مقصد دا نه دی چې مونږ لکه د یو مشر او امر په توګه تاسو ته ووایو چې تاسو باید په څه شي باندې ایمان ولرئ، بلکې مونږ ستاسو سره په ګډه کار کوو چې تاسو خوشحاله اوسئ، ځکه مونږ پوهیږو چې تاسو په ایمان کې ټینګ یئ.

مخکینۍ څپرکۍ