۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ دوېم کِتاب

څلورم باب

د خُدائ پاک د کور سامان

۱ د سليمان بادشاه يوه د زېړو قربان‌ګاه وه، کومه چې تقريباً لس ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او پينځۀ ګزه اوچته وه. ۲ هغۀ د زېړو يوه ګول ډيګۍ هم جوړه کړه چې تقريباً درې ګزه ډُوبه وه، مينځ يې پينځۀ ګزه وو او پينځلس ګزه غټه وه. ۳ د ډيګۍ ګېرچاپېره په ټوله بهرنۍ څنډه باندې د يو بل دپاسه د ښائسته ښکارېدو دوه قطارونه وُو. د ښائسته ښکارېدو دا قطارونه د غوَيانو د بُتانو په شکل کښې وُو، چې دا ټول د پوره ډيګۍ سره يوه ټُکړه شوى وُو. ۴ ډيګۍ د زېړو د دولسو غوَيو په شا باندې پرته وه چې د غوَيو مخونه بهر وُو، چې په څلورو واړو طرفونو باندې درې درې غوَيو مخونه اړولى وُو. ۵ د ډيګۍ طرفونه درې اِنچۍ غټ وُو. د دې څنډه د پيالۍ د څنډې په شان وه، چې د نيلوفر د ګل په شان ښکارېده. په ډيګۍ کښې تقريباً شپېتۀ زره ليټره اوبۀ راتلې. ۶ هغوئ لس ښانکونه هم جوړ کړل، چې پينځۀ د خُدائ پاک د کور په جنوبى طرف باندې او پينځۀ په شمالى طرف باندې کېښودلے شول. دا د ځناورو د برخو په کنګالولو کښې استعمالېدل کوم چې د نذرانې په توګه سوزولے کېدل. په غټه ډيګۍ کښې اوبو د اِمامانو دپاره وې چې د وينځلو دپاره يې استعمالولې. ۷‏-۸ د اصُولو په مطابق هغوئ لس د سرو زرو ډيوټ او لس مېزونه جوړ کړل او د خُدائ پاک د کور په لويه کوټه کښې يې کېښودل، چې په هر طرف باندې پينځۀ ډيوټ او پينځۀ مېزونه وُو. هغوئ سل د سرو زرو جامونه هم جوړ کړل. ۹ هغوئ د اِمامانو دپاره يو دربار هم جوړ کړو او يو بهرنے لوئ دربار يې هم جوړ کړو. هغوئ دربار ته د ننوتلو دپاره دروازې هم جوړې کړې او دا دروازې يې په زېړو باندې پټې کړې. ۱۰ ډيګۍ د خُدائ پاک د کور د نمرخاتۀ جنوبى طرف ګوټ سره نزدې اېښودے شوې وه. ۱۱‏-۱۶ حيرام لوښى، بېلچۍ او جامونه هم جوړ کړل. هغۀ دا هر څۀ هغسې مکمل کړل چې څنګه يې د سليمان بادشاه سره وعده کړې وه چې د خُدائ پاک د کور دپاره به يې جوړوى: دوه ستنې، د ستنو دپاسه دوه د جامونو په شان تاجونه، په هر تاج باندې د زنځير د کَړو شکلونه، د زېړو څلور سوه انار چې د هر تاج نه ګېرچاپېره په دوو قطارونو کښې وُو، لس ګاډۍ، لس ښانکونه، يوه ډيګۍ، دولس غوَيى چې ډيګۍ ورباندې پرته وه، لوښى، بېلچې او درې غاښى. د کاريګرو مشر حيرام دا هر څۀ د پړقېدونکو زېړو نه جوړ کړل، لکه څنګه چې سليمان بادشاه حُکم کړے وو، چې دا دې د مالِک خُدائ په کور کښې استعمال شى. ۱۷ بادشاه دا هر څۀ د اُردن په مېدان کښې د سُکات او صريده په مينځ کښې په بټۍ کښې جوړ کړى وُو. ۱۸ دومره زيات سامان په کښې جوړ شوے وو چې هيچا هم د هغه زېړو ټول وزن معلوم نۀ کړو چې په دې کښې استعمال شوى وُو. ۱۹ سليمان بادشاه د خُدائ پاک د کور دپاره د سرو زرو دا سامان هم جوړ کړے وو، قربان‌ګاه او خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ مېز، ۲۰ ډيوټ او د ښو سرو زرو ډيوې چې د منصوبې په مطابق د زيات مقدس ځائ ته مخامخ بلېدې، ۲۱ د ګلونو ښائسته والے، ډيوې او چمټې، ۲۲ د ډيوو سرپوښونه، جامونه، د خوشبويۍ لوښى او د بلو سکارو وړلو دپاره استعمالېدونکى لوښى. دا ټول څيزونه د سوچه سرو زرو نه جوړ شوى وُو. د خُدائ پاک د کور بهرنۍ دروازې او د زيات مقدس ځائ دروازې په سرو زرو باندې پټې کړے شوې وې.