مخکینۍ څپرکۍ

د تواريخ دوېم کِتاب

اول باب

د حضرت سليمان د حِکمت دپاره دُعا غوښتل

۱د داؤد بادشاه زوئ سليمان خپله بادشاهى ښۀ مضبوطه کړه او مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د هغۀ مل وو او هغه يې ډېر طاقتور کړو. ۲سليمان بادشاه هغه ټولو آفسرانو له چې د زرو سړو او سلو سړو د ډلو مشران وُو، د حکومت ټولو آفسرانو او کورَنو ټولو مشرانو له حُکم ورکړو، ۳هغوئ ته يې دا وفرمائيل چې د هغۀ سره په جبعون کښې د عبادت ځائ ته لاړ شى. هغوئ هلته ځکه لاړل چې دا هغه ځائ وو چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه لګېدلې وه، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه. ۴داؤد د لوظ صندوق د مخکښې نه د قِريَت‌يعريم نه هغه خېمې ته راوړے وو چې کومه يې د دې دپاره په يروشلم کښې جوړه کړې وه. ۵خو د زېړو کومه قربان‌ګاه چې د حُور نمسى او د اورى زوئ بضلى‌اېل جوړه کړې وه هغه هلته په جبعون کښې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې پرته وه. سليمان بادشاه او ټولو خلقو هلته مالِک خُدائ ته سوال وکړو. ۶سليمان د مالِک خُدائ په حضور کښې قربان‌ګاه ته وختلو، کومه چې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې پرته وه او په هغې باندې يې يو زر سوزېدونکې نذرانې پېش کړې. ۷په هغه شپه خُدائ پاک سليمان ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”چې څۀ غواړې نو وې غواړه چې زۀ يې درکړم.“ ۸سليمان ورته وفرمائيل، ”تا زما پلار داؤد ته همېشه لويه مينه ښودلې ده او اوس دې زۀ د هغۀ نه پس بادشاه جوړ کړے يم. ۹اے مالِکه خُدايه پاکه، هغه وعده پوره کړه چې زما د پلار سره دې کړې ده. تا زۀ په هغه خلقو بادشاه جوړ کړے يم چې څوک د زمکې د شګو په شان ډېر دى، ۱۰نو ما له پوهه او حِکمت راکړه چې هغوئ په سمه لار باندې بوځم. څوک داسې شته چې ستا په دې لوئ قوم باندې حکومت وکړى؟“ ۱۱خُدائ پاک سليمان ته وفرمائيل، ”تا جائيداد، دولت، عزت، يا د هغه خلقو مرګ نۀ دے غوښتلے چې ستا نه نفرت کوى او د اوږد عُمر سوال دې هم نۀ دے کړے، خو تا د حِکمت او پوهې سوال کړے دے چې زما په هغه خلقو باندې حکومت وکړې چې په چا باندې ما بادشاه جوړ کړې يې، ۱۲نو ځکه زۀ به تا له حِکمت او پوهه درکړم. او د دې نه علاوه، زۀ به تا له دومره دولت، خزانې او عزت درکړم چې نۀ به د دې نه مخکښې يو بادشاه ته مِلاو شوى وى او نۀ به وروستو چا ته کله هم مِلاو شى.“

د حضرت سليمان بادشاه طاقت او دولت

۱۳نو سليمان په جبعون کښې د عبادت د ځائ نه لاړو، چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه وه او يروشلم ته راواپس شو. هلته هغۀ په اِسرائيل حکومت کولو. ۱۴هغۀ هلته د څوارلسو سوو جنګى ګاډو او دولس زرو په آسونو سوارو کسانو يو لښکر جوړ کړو، د هغوئ څۀ کسان يې په يروشلم کښې وساتل او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې کښېنول. ۱۵د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې سپين زر او سرۀ زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام شول او دِيار دومره زيات وُو لکه چې د غرونو په لمنو کښې بې‌شمېره چنارونه وى. ۱۶‏-۱۷د سليمان سوداګرو د هغۀ آسونه او جنګى ګاډۍ د مِصر او قوعى په علاقو کښې اخستلې، هغوئ يوه جنګى ګاډۍ په شپږ سوه د سپينو زرو سيکو باندې او يو آس د سپينو زرو په يو نيم سل سيکو باندې اخستلو. هغوئ په حِتى او شامى بادشاهانو باندې هم آسونه او جنګى ګاډۍ خرڅولې.

مخکینۍ څپرکۍ