مخکینۍ څپرکۍ

تیموتاوس ته د پولوس رسول لومړی لیک

لومړی فصل

۱دا لیک د پولوس له خوا دی چې د عیسی مسیح رسول او زمونږ د خلاصوونکي خدای او عیسی مسیح په حکم چې زمونږه هیله ده، ټاکل شوی دی، ۲تیموتاوس ته چې په ایمان کې لکه زما د رښتیني زوی په شان دی. زمونږ د پلار خدای او زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل، رحم او سلامتي دې وي په تا باندې.

د غلطو تعلیمونو په هکله خبرداری

۳کله چې زه مقدونیې ته په سفر روان وم نو ستا نه مې په کلکه غوښتنه وکړه چې په افسیس کې پاتې شې، ځکه چې هلته ځینې خلک غلط تعلیم ورکوي او ته باید هغوی ته حکم وکړې چې د دې کار نه لاس واخلي. ۴هغوی ته ووایه چې خپل وخت په نکلونو او خپلو نیکونو په نه‌تمامېدونکو شجرو باندې نه ضایع کوي. دا شیان یوازې د خلکو په منځ کې بحثونه رامنځته کوي، بلکې د هېچا سره د خدای په کار کې چې د ایمان په وسیله تر‌سره کېدای شي، مرسته نه کوي. ۵د دې حکم مقصد هغه مینه ده چې د پاک زړه، پاک وجدان او سوچه ایمان سره پیدا کیږي. ۶خو ځینو خلکو د دې شیانو څخه مخ واړاوه او خپل ځانونه یې په بې‌معنی بحثونو کې راګېر کړل. ۷هغوی غواړي چې د شریعت عالمان اوسي، خو پرته له دې چې پوه شي چې څه وایي یا د څه شي په هکله په ډاډه زړه خبرې کوي.

۸مونږ پوهېږو چې شریعت ښه دی، خو که چېرې د هغه څخه په سمه او مناسبه توګه ګټه واخیستل شي. ۹خو په دې هم باید پوه شو چې شریعت د نېکانو دپاره جوړ شوی نه دی بلکې د قانون ماتوونکو او نافرمانه خلکو دپاره، بې‌دینه او ګناهکارانو، ناپاکانو او د مقدساتو سپکوونکو، د هغو خلکو دپاره چې خپل مور او پلار وژني او د قاتلانو دپاره، ۱۰د بد‌اخلاقانو، بچه‌بازانو، د غلامانو سوداګرو، دروغجنو، په دروغو شاهدي ورکوونکو او د هغه چا دپاره جوړ شوی دی چې د سم تعلیم په خلاف دي. ۱۱دا د مبارک خدای د جلال نه ډک زېری دی چې ماته راسپارل شوی دی.

د خدای د رحم دپاره شکرګزاري

۱۲‏-۱۳زه د خپل څښتن عیسی مسیح شکر کوم چې ماته یې قوت راکړی دی چې د هغه کار سرته ورسوم. که څه هم مخکې به ما کفر ویلو او ځوروونکی او ظالم سړی وم، خو په ما باندې یې باور وکړ او د خپل خدمت دپاره یې غوره کړم. په ما باندې رحم وشو، ځکه چې ما په بې‌ایمانۍ او ناپوهۍ کې دا کارونه کړي وو. ۱۴زمونږ څښتن په ما باندې ډېر زیات فضل وکړ او هغه ایمان او مینه یې ماته راکړه چې د عیسی مسیح سره په یووالي کې تر‌لاسه کیږي. ۱۵دا خبره رښتیا او په پوره توګه د منلو وړ ده چې عیسی مسیح نړۍ ته راغی چې ګناهکاران وژغوري او زه تر هغو ټولو بد یم. ۱۶خو له همدې امله په ما باندې رحم وشو، ترڅو عیسی مسیح خپل لوی صبر ماته چې تر ټولو ګناهکارانو بد یم، وښایي او د هغو ټولو خلکو دپاره یو مثال اوسم چې وروسته به په هغه باندې ایمان راوړي او تلپاتې ژوندون به ومومي. ۱۷اوس دې ابدي پاچا، نه‌فناکېدونکي، نه‌لیدونکي او یوازېني خدای ته تل ترتله عزت او جلال وي! امین.

۱۸ای تیموتاوسه زما زویه، د هغو پېشګویانو له مخې چې پخوا ستا په هکله شوې دي، تاته حکم کوم او هیله‌مند یم چې دا حکم سرته ورسوې او د هغو څخه د وسلو په توګه په جګړه کې ښه کار واخلې ۱۹او خپل ایمان او پاک وجدان ټینګ وساتې. ځینو خلکو چې د خپل وجدان خبره ونه منله، نو د هغوی د ایمان کشتۍ ډوبه شوه. ۲۰په هغوی کې هیمناوس او سکندر شامل دي چې ما هغوی شیطان ته وسپارل، ترڅو دا زده کړي چې نور کفر ونه وایي.

مخکینۍ څپرکۍ