چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ دا لیک د پولوس له خوا دی چې د عیسی مسیح رسول او زمونږ د خلاصوونکي خدای او عیسی مسیح په حکم چې زمونږه هیله ده، ټاکل شوی دی، ۲ تیموتاوس ته چې په ایمان کې لکه زما د رښتیني زوی په شان دی. زمونږ د پلار خدای او زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل، رحم او سلامتي دې وي په تا باندې.
۳ کله چې زه مقدونیې ته په سفر روان وم نو ستا نه مې په کلکه غوښتنه وکړه چې په افسیس کې پاتې شې، ځکه چې هلته ځینې خلک غلط تعلیم ورکوي او ته باید هغوی ته حکم وکړې چې د دې کار نه لاس واخلي. ۴ هغوی ته ووایه چې خپل وخت په نکلونو او خپلو نیکونو په نهتمامېدونکو شجرو باندې نه ضایع کوي. دا شیان یوازې د خلکو په منځ کې بحثونه رامنځته کوي، بلکې د هېچا سره د خدای په کار کې چې د ایمان په وسیله ترسره کېدای شي، مرسته نه کوي. ۵ د دې حکم مقصد هغه مینه ده چې د پاک زړه، پاک وجدان او سوچه ایمان سره پیدا کیږي. ۶ خو ځینو خلکو د دې شیانو څخه مخ واړاوه او خپل ځانونه یې په بېمعنی بحثونو کې راګېر کړل. ۷ هغوی غواړي چې د شریعت عالمان اوسي، خو پرته له دې چې پوه شي چې څه وایي یا د څه شي په هکله په ډاډه زړه خبرې کوي.
۸ مونږ پوهېږو چې شریعت ښه دی، خو که چېرې د هغه څخه په سمه او مناسبه توګه ګټه واخیستل شي. ۹ خو په دې هم باید پوه شو چې شریعت د نېکانو دپاره جوړ شوی نه دی بلکې د قانون ماتوونکو او نافرمانه خلکو دپاره، بېدینه او ګناهکارانو، ناپاکانو او د مقدساتو سپکوونکو، د هغو خلکو دپاره چې خپل مور او پلار وژني او د قاتلانو دپاره، ۱۰ د بداخلاقانو، بچهبازانو، د غلامانو سوداګرو، دروغجنو، په دروغو شاهدي ورکوونکو او د هغه چا دپاره جوړ شوی دی چې د سم تعلیم په خلاف دي. ۱۱ دا د مبارک خدای د جلال نه ډک زېری دی چې ماته راسپارل شوی دی.
۱۲-۱۳ زه د خپل څښتن عیسی مسیح شکر کوم چې ماته یې قوت راکړی دی چې د هغه کار سرته ورسوم. که څه هم مخکې به ما کفر ویلو او ځوروونکی او ظالم سړی وم، خو په ما باندې یې باور وکړ او د خپل خدمت دپاره یې غوره کړم. په ما باندې رحم وشو، ځکه چې ما په بېایمانۍ او ناپوهۍ کې دا کارونه کړي وو. ۱۴ زمونږ څښتن په ما باندې ډېر زیات فضل وکړ او هغه ایمان او مینه یې ماته راکړه چې د عیسی مسیح سره په یووالي کې ترلاسه کیږي. ۱۵ دا خبره رښتیا او په پوره توګه د منلو وړ ده چې عیسی مسیح نړۍ ته راغی چې ګناهکاران وژغوري او زه تر هغو ټولو بد یم. ۱۶ خو له همدې امله په ما باندې رحم وشو، ترڅو عیسی مسیح خپل لوی صبر ماته چې تر ټولو ګناهکارانو بد یم، وښایي او د هغو ټولو خلکو دپاره یو مثال اوسم چې وروسته به په هغه باندې ایمان راوړي او تلپاتې ژوندون به ومومي. ۱۷ اوس دې ابدي پاچا، نهفناکېدونکي، نهلیدونکي او یوازېني خدای ته تل ترتله عزت او جلال وي! امین.
۱۸ ای تیموتاوسه زما زویه، د هغو پېشګویانو له مخې چې پخوا ستا په هکله شوې دي، تاته حکم کوم او هیلهمند یم چې دا حکم سرته ورسوې او د هغو څخه د وسلو په توګه په جګړه کې ښه کار واخلې ۱۹ او خپل ایمان او پاک وجدان ټینګ وساتې. ځینو خلکو چې د خپل وجدان خبره ونه منله، نو د هغوی د ایمان کشتۍ ډوبه شوه. ۲۰ په هغوی کې هیمناوس او سکندر شامل دي چې ما هغوی شیطان ته وسپارل، ترڅو دا زده کړي چې نور کفر ونه وایي.