چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ داؤد په نوب کښې اخيمُلک اِمام له لاړو. اخيمُلک ورله مِلاوېدو دپاره د يرې نه په ريږدېدو راووتلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ يواځې ولې يې او چې يو کس هم درسره نشته؟“ ۲ داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د بادشاه د يو کار دپاره دلته راغلے يم، هغۀ ما ته وئيلى دى چې هيچا ته پته ونۀ لګى چې زۀ هغۀ د څۀ دپاره رالېږلے يم. ما خپلو فوجيانو ته وئيلى دى چې په يو بل ځائ کښې زما سره مِلاو شى. ۳ تا سره د خوراک څۀ شته؟ ما له پينځۀ روټۍ راکړه يا کۀ نور څۀ درسره وى نو رايې کړه.“ ۴ اِمام ورته ووئيل، ”زما سره صِرف مقدسه روټۍ ده، عامه روټۍ راسره نشته، کۀ ستا سړو په دې نزدې وخت کښې ځان د ښځو نه ساتلے وى نو تاسو دا خوړے شئ.“ ۵ داؤد جواب ورکړو، ”بېشکه، دوئ ځان ساتلے دے، زما سړى همېشه خپل ځانونه پاک ساتى تر دې پورې کۀ هغوئ په يو عام کار پسې هم ځى، او نن مونږ څومره په خاص کار پسې راوتلى يُو.“ ۶ نو اِمام داؤد له مقدسه روټۍ ورکړه، ځکه چې د هغۀ سره صِرف هم هغه روټۍ وه چې کومه مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې وه، کومه چې د مقدس مېز نه لرې کړے شوې وه او د هغې په ځائ تازه روټۍ اېښے شوې وه. ۷ نو د ساؤل مشر شپون دوئيګ ادومے په هغه ورځ د مالِک خُدائ په حضور کښې د عبادت دپاره ايسار وو. ۸ داؤد اخيمُلک ته وفرمائيل، ”تا سره نېزه يا تُوره شته؟ د بادشاه د حُکم په وجه زۀ دومره په تېزۍ لاړم چې ما ته دومره وخت هم مِلاو نۀ شو چې زۀ خپله تُوره يا بل څۀ راواخلم.“ ۹ اخيمُلک ورته ووئيل، ”زما سره د فلستى جوليت تُوره ده، کوم چې تا د ايله په مېدان کښې وژلے وو، د دې پېش بند نه وروستو په کپړه کښې تاو ده. کۀ تۀ غواړې نو راوايخله، صِرف هم دغه يوه وسله شته.“ داؤد ورته وفرمائيل، ”رايې کړه. د دې نه ښۀ وسله نشته.“ ۱۰ نو داؤد هلته نه لاړو او د ساؤل نه وتښتېدو او د جات بادشاه اکيس له لاړو. ۱۱ د بادشاه آفسرانو اکيس ته ووئيل، ”دا هغه داؤد نۀ دے څۀ، کوم چې د خپل مُلک بادشاه دے؟ دا هغه سړے دے چې کله ښځې ګډېدې نو په سندرو کښې يې وئيل چې ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“ ۱۲ د هغوئ خبرو په داؤد باندې ډېر زيات اثر وکړو او هغه د جات اکيس بادشاه نه ډېر زيات ويرېدو. ۱۳ نو چې کله هغوئ هلته وُو، داؤد به خپل چال چلن بدلولو او چې کله به هغوئ ورته کتل نو د ځان نه به يې ليونے جوړولو، هغۀ به د ښار په دروازو کرښې وهلې او په ږيره به يې لاړې بهېدلې. ۱۴ نو اکيس خپلو آفسرانو ته ووئيل، ”ګورئ، هغه سړے ليونے دے. دا مو ما له ولې راوستلو؟ ۱۵ مونږ سره د ليونو کمے نشته نو بيا زۀ ولې دے په خپل کور کښې پرېږدم؟“