د سموئيل اول کِتاب

اول باب

القنه او د هغۀ خاندان په سيلا کښې

۱يو سړے چې نوم يې القنه وو هغه راما ښار کښې اوسېدو. د هغۀ تعلق د اِفرائيم قبيلې سره وو، او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې پاتې کېدو. هغه د يروحام زوئ او د اليهُو نمسے وو او هغه د توخُو د خاندان نه وو چې د صُوف د قبيلې يوه برخه وه. ۲د القنه دوه ښځې وې حنه او فِننه، د فِننه بچى وُو خو د حنه نۀ وُو. ۳القنه به هر کال د راما نه تلو چې په سيلا کښې د ربُ الافواج عبادت وکړى او قربانى ورته پېش کړى، چرته چې د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د مالِک خُدائ اِمامان وُو. ۴هر ځل چې القنه خپله قربانى پېش کوله نو هغۀ به د غوښې يوه برخه فِننې له او يوه يوه برخه به يې د هغې هر بچى له ورکوله. ۵هغۀ د حنه سره ډېره مينه کوله نو ځکه هغې له يې يو په دوه برخه ورکوله، اګر چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه. ۶د هغې بنې فِننې به هغه رټله او سپکوله به يې، ځکه چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه. ۷هر کال به داسې کېدل، هغوئ به چې کله هم د مالِک خُدائ کور ته لاړل نو فِننې به حنه دومره خفه کړه چې هغې به ژړل او خوراک به يې نۀ کولو. ۸د هغې خاوند القنه به ترې نه تپوس کولو، ”حنه تۀ ولې ژاړې؟ تۀ ولې خوراک نۀ کوې؟ تۀ هر وخت ولې دومره خفه يې؟ زۀ ستا دپاره د لسو زامنو نه ښۀ نۀ يم څۀ؟“

حنه او عيلى

۹‏-۱۰يوه ورځ، کله چې هغوئ په سيلا کښې خوړل څښل وکړل، حنه پاڅېدله او د دُعا دپاره لاړله. هغه ډېره زياته خفه وه او کله چې هغې مالِک خُدائ ته سوال کولو نو ډېر بد بد يې وژړل. په دې دوران کښې، عيلى اِمام د مالِک خُدائ د کور چوکاټ سره په تخت ناست وو. ۱۱حنه يو پوخ لوظ وکړو، ”اے، ربُ الافواجه، کۀ چرې تۀ په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دُعا قبوله کړې او ما له يو زوئ راکړې، نو زۀ دا وعده کوم چې هغه به د ټول عُمر دپاره تا ته د نذير په حيثيت وقف کړم او د هغۀ د وقف کېدو نښه به دا وى چې وېښتۀ به يې هيڅکله هم کل نۀ کړے شى.“ ۱۲حنه تر ډېر وخته پورې مالِک خُدائ ته سوال کولو او عيلى د هغې شونډو ته کتل. ۱۳هغې په خاموشۍ سره دُعا کوله، د هغې شونډې خوځېدلې، خو آواز ترې نه نۀ وتلو. نو د عيلى دا خيال وو چې هغه په نشه کښې ده، ۱۴او هغې ته يې ووئيل، ”ترڅو پورې به تۀ نشه بازى کوې، د ميو نه ځان خلاص کړه.“ ۱۵هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، زۀ په نشه کښې نۀ يم. ما نۀ مے او نۀ شراب څښلى دى، زۀ سخته پرېشانه يم او ما دُعا کوله او خپل تکليفونه مې مالِک خُدائ ته بيانول. ۱۶ما يوه بې‌کاره ښځه مۀ ګڼه. ما هم داسې دُعا کوله ځکه چې زۀ په سخت غم آخته يم.“ ۱۷عيلى ورته ووئيل، ”په خېر لاړه شه او چې څۀ دې غوښتى وى نو د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دې هغه تا له درکړى.“ ۱۸هغې جواب ورکړو، ”په ما باندې د رحم نظر وکړه. بيا هغه لاړه، خوراک يې وکړو او پرېشانى يې ختمه شوه.“

د حضرت سموئيل پېدايښت او وقف کېدل

۱۹په ورپسې سحر القنه او د هغۀ خاندان وختى پاڅېدل او د مالِک خُدائ د عبادت نه پس هغوئ په راما کښې واپس خپل کور ته لاړل. القنه د خپلې ښځې حنه سره څملاستو او مالِک خُدائ د هغې دُعا قبوله کړه. ۲۰چې حنه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو نو سموئيل نوم يې ورباندې کېښودو او وې وئيل، ”ما دے د مالِک خُدائ نه غوښتے دے.“ ۲۱هغه وخت بيا راغلو چې القنه او د هغۀ خاندان سيلا ته لاړل او مالِک خُدائ ته يې کلنى نذرانه او د منښتې نذرانه پېش کړه. ۲۲خو دا ځل حنه لا نۀ ړه. هغې خپل خاوند ته ووئيل، ”ماشوم چې کله د مور د تى نه منعې شى نو زۀ به يې د مالِک خُدائ کور ته بوځم، چرته به چې هغه د نذير په حيثيت ټول عُمر تېروى.“ ۲۳القنه ورته ووئيل، ”ټيک ده، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه، تر هغې پورې په کور کښې پاتې شه چې کله هغه د مور د تى نه منعې شى او مالِک خُدائ دې وکړى چې ستا وعده پوره شى.“ نو حنه په کور کښې ايساره وه او خپل بچى له يې تے ورکولو. ۲۴چې کله هغه د مور د تى نه منعې شو نو هغه يې سيلا ته بوتلو، ورسره يې يو درې کلن سخے، لس کېلو اوړۀ او يوه ډکه مشکيزه د ميو يوړه. او هغې په سيلا کښې د مالِک خُدائ کور ته سموئيل بوتلو اګر چې هغه لا وړوکے ماشوم وو. ۲۵چې کله هغوئ سخے حلال کړو نو هغوئ ماشوم عيلى له بوتلو. ۲۶حنه هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، بې‌ادبى دې معاف وى، زۀ تا ته ياده يم څۀ؟ زۀ هغه ښځه يم چې دلته ولاړه وم مالِک خُدائ ته مې سوال کولو او تا وليدم. ۲۷ما د هغۀ نه د دې ماشوم سوال وکړو او چې ما ترې نه د څۀ سوال کړے وو هغه يې ما له راکړو. ۲۸نو زۀ دے مالِک خُدائ ته وقف کوم. تر کومې پورې چې دے ژوندے وى نو د مالِک خُدائ به وى.“ بيا هغوئ هلته د مالِک خُدائ عبادت وکړو.