۰:۰۰ / ۰:۰۰
مخکینۍ څپرکۍ

د بادشاهانو اول کِتاب

اول باب

د حضرت داؤد بوډاتوب

۱ داؤد اوس د ډېر عُمر سړے وو، کۀ په هغۀ باندې به ډيرې بسترې واچولے شوې نو هغه به بيا هم نۀ ګرمېدو. ۲ خپلو آفسرانو هغۀ ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مونږ به يوه پېغله ولټوُو چې تا سره وى او ستا خِدمت کوى. هغه به ستا په څنګ کښې څملى او تا به ګرم ساتى.“ ۳ هغوئ په ټولو بنى اِسرائيلو کښې يوې ښُکلې پېغلې پسې وګرځېدل او په شونيم کښې يې يوه داسې جينۍ پېدا کړه چې نوم يې ابى‌شاګ وو او بادشاه له يې راوستله. ۴ هغه ډېره ښائسته وه او د بادشاه خِدمت يې کولو او د هغۀ خيال يې ساتلو، خو د ښځې په توګه يې نۀ استعمالوله.

د ادونياه په تخت د کښېناستو دعوىٰ کول

۵‏-۶ چې ابى‌سلوم مړ شو نو د داؤد او حجيت مشرے ژوندے زوئ ادونياه وو. هغه ډېر ښائسته سړے وو. داؤد د هغۀ سره هيڅ کله سختى نۀ وه کړې، هغۀ خپل ځان اوچتولو او وئيل يې چې، ”زۀ به بادشاه يم.“ هغۀ د ځان دپاره د جنګى ګاډو، آسونو او د پنځوسو سړو بندوبست کړے وو چې د حِفاظت دپاره ورسره وى. ۷ هغۀ يوآب (چې د هغۀ مور ضروياه وه) او د ابياتار اِمام سره خبره وکړه او هغوئ په دې راضى شول چې د هغۀ د خبرې ملګرتيا وکړى. ۸ خو صدوق اِمام، د يهويدع زوئ بناياه، ناتن پېغمبر، سِمعى، ريعى او د داؤد محافظان د ادونياه په طرف نۀ وُو. ۹ يوه ورځ ادونياه د عين‌راجل چينې سره نزدې، د مار د ګټ سره د ګډانو، غوَيانو او د څربو سخو قربانى پېش کړه. هغۀ د داؤد بادشاه نورو زامنو او د بادشاه وزيرانو او آفسرانو له دعوت ورکړو کوم چې د يهوداه وُو چې د قربانۍ دې مېلمستيا له راشى، ۱۰ خو هغۀ خپل ناسکه ورور سليمان، ناتن پېغمبر، بناياه او د بادشاه محافظانو له دعوت ورنۀ کړو.

د حضرت سليمان بادشاه جوړېدل

۱۱ ناتن د سليمان مور بت‌‌سبع له لاړو او د هغې نه يې تپوس وکړو، ”تۀ خبر نۀ يې څۀ چې د حجيت زوئ ادونياه خپل ځان بادشاه جوړ کړے دے؟ او داؤد د دې نه خبر هم نۀ دے. ۱۲ کۀ تۀ خپل ژوند او خپل زوئ سليمان بچ کول غواړې نو زۀ به يوه مشوره درکړم. ۱۳ داؤد بادشاه له فوراً لاړه شه او تپوس ترې نه وکړه چې، بادشاه سلامت، تا زما سره دا پوخ لوظ نۀ وو کړے څۀ چې زما زوئ سليمان به ستا نه پس بادشاه جوړوې؟ نو دا ادونياه ولې بادشاه شو؟“ ۱۴ او ناتن دا هم وفرمائيل، ”چې کله تۀ د داؤد بادشاه سره خبرې کوې، نو زۀ به درشم او ستا ټولې خبرې به رښتيا کړم.“ ۱۵ نو بت‌‌سبع د بادشاه مِلاوېدو له د بادشاه کوټې ته ورغله. هغه ډېر بوډا شوے وو او شونيمى ښځې ابى‌شاګ د بادشاه خِدمت کولو. ۱۶ بت‌‌سبع د بادشاه په مخکښې ټيټه شوه او په زمکه پړمخې پرېوته او هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره څۀ وکړم؟“ ۱۷ هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، تا د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم زما سره پوخ لوظ کړے وو چې زما زوئ سليمان به ستا نه پس بادشاه وى او ستا په تخت باندې به ناست وى. ۱۸ خو ګوره، ادونياه بادشاه شوے دے او صاحِبه، تۀ د دې نه خبر هم نۀ يې. ۱۹ هغۀ د ډېرو غوَيانو، ګډو او څربو سخو قربانى پېش کړې ده او هغۀ ستا زامنو، ابياتار اِمام او ستا د لښکر مشر يوآب له د مېلمستيا دعوت ورکړے دے، خو هغۀ ستا زوئ سليمان له دعوت نۀ دے ورکړے. ۲۰ بادشاه سلامت، د بنى اِسرائيلو ټول خلق ستا په طمع دى چې هغوئ ته ووائې چې ستا نه پس به څوک بادشاه جوړيږى. ۲۱ کۀ تۀ داسې ونۀ کړې نو چې تۀ څنګه وفات شې نو ما سره او زما د زوئ سليمان سره به د مجرمانو په شان سلوک کيږى.“ ۲۲ د هغې خبرې جارى وې چې ناتن محل ته راورسېدو. ۲۳ بادشاه خبر شو چې پېغمبر هلته دے، ناتن لاړو او د بادشاه په مخکښې ټيټ شو او پړمخې پرېوتو. ۲۴ بيا هغۀ وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، تا دا اِعلان کړے دے چې ستا نه پس به ادونياه بادشاه وى؟ ۲۵ هغه نن تلے دے او د غوَيانو، ګډو او د څربو سخو قربانى يې پېش کړې ده. هغۀ ستا ټولو زامنو، ستا د لښکر مشر يوآب او ابياتار اِمام له دعوت ورکړے دے او وګوره هغوئ د هغۀ سره په روټۍ کښې شريک دى او چغې وهى چې ادونياه بادشاه زنده‌باد. ۲۶ خو بادشاه سلامت، هغۀ ما، صدوق اِمام، بناياه او سليمان له دعوت رانۀ کړو. ۲۷ بادشاه سلامت، تا د دې مېلمستيا اجازت ورکړے دے؟ خپلو وزيرانو او آفسرانو ته دې هم ونۀ وئيل چې ستا نه پس به بادشاه څوک وى؟“ ۲۸ داؤد بادشاه وفرمائيل، ”بت‌‌سبع ته ووايئ چې دننه راشى.“ نو راغله او د هغۀ په مخکښې ودرېده. ۲۹ بيا هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ تا ته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم، چې هغۀ زۀ د ټولو مصيبتونو نه بچ کړے يم، ۳۰ نن به زۀ تا سره هغه لوظ پوره کوم چې ما درسره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په نوم کړے دے، چې ستا زوئ سليمان به زما نه پس هم نن د بادشاهۍ په تخت کښېنى.“ ۳۱ بت‌‌سبع ورته ټيټه شوه، پړمخې پرېوتله او وې وئيل، ”بادشاه سلامت دې تل تر تله ژوندے وى.“ ۳۲ بيا داؤد بادشاه صدوق اِمام، ناتن پېغمبر او د يهويدع بناياه راغوښتل. کله چې هغوئ دننه راغلل، ۳۳ نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زما د دربار آفسران د ځان سره بوځئ، زما زوئ سليمان دې زما په قچره باندې سور شى او لاندې د جيحون چينې پورې د هغۀ ملګرتيا وکړئ، ۳۴ چرته چې صدوق اِمام او ناتن پېغمبر هغه د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه سر په تېلو غوړ کړى نو بيا بيګل وغږوئ او چغې کړئ چې سليمان بادشاه زنده‌باد. ۳۵ په هغۀ پسې واپس دلته راشئ چې کله هغه زما په تخت باندې د کښېناستو دپاره راځى. هغه به زما نه پس بادشاه وى، ځکه چې هغه ما خوښ کړے دے چې د اِسرائيل او يهوداه بادشاه شى.“ ۳۶ بناياه ورته ووئيل، ”هم داسې به وشى او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې دا خبره يقينى کړى. ۳۷ بادشاه سلامت، څنګه چې مالِک خُدائ ستا مل دے نو د سليمان دې هم مل شى او د هغۀ بادشاهى دې ستا نه هم زياته بختوره کړى.“ ۳۸ نو صدوق، ناتن او بناياه روان شول او د داؤد محافظان يې د ځان سره کړل. سليمان د داؤد بادشاه په قچره سور وو او د جيحون چينې پورې يې د هغۀ ملګرتيا وکړه. ۳۹ صدوق د زيتُونو هغه تېل واخستل چې کوم يې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې نه راوړى وُو او د سليمان سر يې په تېلو غوړ کړو. هغوئ بيګل وغږولو او ټولو خلقو چغه کړه، ”سليمان بادشاه زنده‌باد.“ ۴۰ بيا ټول خلق ورپسې روان شول، د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې او شپېلۍ يې غږولې، دومره زيات شور يې کولو چې زمکه يې خوځوله. ۴۱ کله چې ادونياه او د هغۀ ټولو مېلمنو روټۍ ختموله، نو هغوئ شور واورېدو. او کله چې يوآب د بيګل آواز واورېدو نو تپوس يې وکړو، ”په ښار کښې د دې شور څۀ مطلب دے؟“ ۴۲ هغۀ لا خبره ختمه کړې نۀ وه چې د ابياتار اِمام زوئ يونتن راورسېدو. ادونياه ورته ووئيل، ”دننه راشه، ستا په شان ښۀ سړے به خامخا يو ښۀ زېرے راوړى.“ ۴۳ يونتن ورته ووئيل، ”نه، دا خبره نشته داؤد سليمان بادشاه جوړ کړے دے. ۴۴ هغۀ صدوق، ناتن، بناياه او شاهى محافظان راوغوښتل چې د هغۀ ملګرتيا وکړى. هغوئ هغه د بادشاه په قچره باندې سور کړو، ۴۵ صدوق او ناتن هغه د جيحون چينې سره د بادشاه په توګه مقرر کړو. بيا هغوئ ښار ته لاړل، د خوشحالۍ نه يې دا چغې وهلې چې اوس خلق په جوش کښې دى. دا هغه شور دے چې تۀ يې اورې. ۴۶ نو سليمان اوس بادشاه شوے دے او د بادشاهۍ په تخت ناست دے. ۴۷ بله خبره دا چې د دربار آفسران خپل بادشاه داؤد له عزت ورکولو دپاره دننه ورغلل او ورته يې ووئيل، ستا خُدائ پاک دې سليمان ستا نه هم زيات مشهور کړى او د سليمان بادشاهى دې ستا نه هم زياته بختوره شى. بيا داؤد بادشاه په خپل کټ کښې د عبادت دپاره ټيټ شو. ۴۸ او بادشاه دا هم وفرمائيل، راځئ، د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړُو، چې هغۀ زما د اولاد نه يو کس زما نه پس بادشاه جوړ کړو او هغۀ زۀ ژوندے پرېښودم چې دا وګورم.“ ۴۹ بيا د ادونياه ټول مېلمانۀ ويرېدل، هغوئ پاڅېدل او لاړل، هر يو په خپله مخه لاړو. ۵۰ ادونياه چې د سليمان نه سخت په يره کښې وو، هغه د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته تېز لاړو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره د قربان‌ګاه ښکر يې ونيول. ۵۱ سليمان بادشاه خبر شو چې ادونياه د هغۀ نه ويرېدو او د قربان‌ګاه ښکر يې ونيول او ادونياه وئيل، ”وړومبۍ خبره دا ده چې سليمان بادشاه ما ته قسم وکړى چې هغه به ما نۀ وژنى.“ ۵۲ سليمان ورته وفرمائيل، ”کۀ هغه وفادار وى، نو د هغۀ د سر يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى، خو کۀ هغه لانجې جوړوى، نو مړ به شى.“ ۵۳ سليمان بادشاه ادونياه راغوښتو او د قربان‌ګاه نه راکوز کړے شو. ادونياه بادشاه له لاړو او د هغۀ په مخکښې ټيټ شو او بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ کور ته ځان ورسوه.“

مخکینۍ څپرکۍ