مخکینۍ څپرکۍ

د بادشاهانو اول کِتاب

اول باب

د حضرت داؤد بوډاتوب

۱داؤد اوس د ډېر عُمر سړے وو، کۀ په هغۀ باندې به ډيرې بسترې واچولے شوې نو هغه به بيا هم نۀ ګرمېدو. ۲خپلو آفسرانو هغۀ ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مونږ به يوه پېغله ولټوُو چې تا سره وى او ستا خِدمت کوى. هغه به ستا په څنګ کښې څملى او تا به ګرم ساتى.“ ۳هغوئ په ټولو بنى اِسرائيلو کښې يوې ښُکلې پېغلې پسې وګرځېدل او په شونيم کښې يې يوه داسې جينۍ پېدا کړه چې نوم يې ابى‌شاګ وو او بادشاه له يې راوستله. ۴هغه ډېره ښائسته وه او د بادشاه خِدمت يې کولو او د هغۀ خيال يې ساتلو، خو د ښځې په توګه يې نۀ استعمالوله.

د ادونياه په تخت د کښېناستو دعوىٰ کول

۵‏-۶چې ابى‌سلوم مړ شو نو د داؤد او حجيت مشرے ژوندے زوئ ادونياه وو. هغه ډېر ښائسته سړے وو. داؤد د هغۀ سره هيڅ کله سختى نۀ وه کړې، هغۀ خپل ځان اوچتولو او وئيل يې چې، ”زۀ به بادشاه يم.“ هغۀ د ځان دپاره د جنګى ګاډو، آسونو او د پنځوسو سړو بندوبست کړے وو چې د حِفاظت دپاره ورسره وى. ۷هغۀ يوآب (چې د هغۀ مور ضروياه وه) او د ابياتار اِمام سره خبره وکړه او هغوئ په دې راضى شول چې د هغۀ د خبرې ملګرتيا وکړى. ۸خو صدوق اِمام، د يهويدع زوئ بناياه، ناتن پېغمبر، سِمعى، ريعى او د داؤد محافظان د ادونياه په طرف نۀ وُو. ۹يوه ورځ ادونياه د عين‌راجل چينې سره نزدې، د مار د ګټ سره د ګډانو، غوَيانو او د څربو سخو قربانى پېش کړه. هغۀ د داؤد بادشاه نورو زامنو او د بادشاه وزيرانو او آفسرانو له دعوت ورکړو کوم چې د يهوداه وُو چې د قربانۍ دې مېلمستيا له راشى، ۱۰خو هغۀ خپل ناسکه ورور سليمان، ناتن پېغمبر، بناياه او د بادشاه محافظانو له دعوت ورنۀ کړو.

د حضرت سليمان بادشاه جوړېدل

۱۱ناتن د سليمان مور بت‌‌سبع له لاړو او د هغې نه يې تپوس وکړو، ”تۀ خبر نۀ يې څۀ چې د حجيت زوئ ادونياه خپل ځان بادشاه جوړ کړے دے؟ او داؤد د دې نه خبر هم نۀ دے. ۱۲کۀ تۀ خپل ژوند او خپل زوئ سليمان بچ کول غواړې نو زۀ به يوه مشوره درکړم. ۱۳داؤد بادشاه له فوراً لاړه شه او تپوس ترې نه وکړه چې، بادشاه سلامت، تا زما سره دا پوخ لوظ نۀ وو کړے څۀ چې زما زوئ سليمان به ستا نه پس بادشاه جوړوې؟ نو دا ادونياه ولې بادشاه شو؟“ ۱۴او ناتن دا هم وفرمائيل، ”چې کله تۀ د داؤد بادشاه سره خبرې کوې، نو زۀ به درشم او ستا ټولې خبرې به رښتيا کړم.“ ۱۵نو بت‌‌سبع د بادشاه مِلاوېدو له د بادشاه کوټې ته ورغله. هغه ډېر بوډا شوے وو او شونيمى ښځې ابى‌شاګ د بادشاه خِدمت کولو. ۱۶بت‌‌سبع د بادشاه په مخکښې ټيټه شوه او په زمکه پړمخې پرېوته او هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره څۀ وکړم؟“ ۱۷هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، تا د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم زما سره پوخ لوظ کړے وو چې زما زوئ سليمان به ستا نه پس بادشاه وى او ستا په تخت باندې به ناست وى. ۱۸خو ګوره، ادونياه بادشاه شوے دے او صاحِبه، تۀ د دې نه خبر هم نۀ يې. ۱۹هغۀ د ډېرو غوَيانو، ګډو او څربو سخو قربانى پېش کړې ده او هغۀ ستا زامنو، ابياتار اِمام او ستا د لښکر مشر يوآب له د مېلمستيا دعوت ورکړے دے، خو هغۀ ستا زوئ سليمان له دعوت نۀ دے ورکړے. ۲۰بادشاه سلامت، د بنى اِسرائيلو ټول خلق ستا په طمع دى چې هغوئ ته ووائې چې ستا نه پس به څوک بادشاه جوړيږى. ۲۱کۀ تۀ داسې ونۀ کړې نو چې تۀ څنګه وفات شې نو ما سره او زما د زوئ سليمان سره به د مجرمانو په شان سلوک کيږى.“ ۲۲د هغې خبرې جارى وې چې ناتن محل ته راورسېدو. ۲۳بادشاه خبر شو چې پېغمبر هلته دے، ناتن لاړو او د بادشاه په مخکښې ټيټ شو او پړمخې پرېوتو. ۲۴بيا هغۀ وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، تا دا اِعلان کړے دے چې ستا نه پس به ادونياه بادشاه وى؟ ۲۵هغه نن تلے دے او د غوَيانو، ګډو او د څربو سخو قربانى يې پېش کړې ده. هغۀ ستا ټولو زامنو، ستا د لښکر مشر يوآب او ابياتار اِمام له دعوت ورکړے دے او وګوره هغوئ د هغۀ سره په روټۍ کښې شريک دى او چغې وهى چې ادونياه بادشاه زنده‌باد. ۲۶خو بادشاه سلامت، هغۀ ما، صدوق اِمام، بناياه او سليمان له دعوت رانۀ کړو. ۲۷بادشاه سلامت، تا د دې مېلمستيا اجازت ورکړے دے؟ خپلو وزيرانو او آفسرانو ته دې هم ونۀ وئيل چې ستا نه پس به بادشاه څوک وى؟“ ۲۸داؤد بادشاه وفرمائيل، ”بت‌‌سبع ته ووايئ چې دننه راشى.“ نو راغله او د هغۀ په مخکښې ودرېده. ۲۹بيا هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ تا ته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم، چې هغۀ زۀ د ټولو مصيبتونو نه بچ کړے يم، ۳۰نن به زۀ تا سره هغه لوظ پوره کوم چې ما درسره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په نوم کړے دے، چې ستا زوئ سليمان به زما نه پس هم نن د بادشاهۍ په تخت کښېنى.“ ۳۱بت‌‌سبع ورته ټيټه شوه، پړمخې پرېوتله او وې وئيل، ”بادشاه سلامت دې تل تر تله ژوندے وى.“ ۳۲بيا داؤد بادشاه صدوق اِمام، ناتن پېغمبر او د يهويدع بناياه راغوښتل. کله چې هغوئ دننه راغلل، ۳۳نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زما د دربار آفسران د ځان سره بوځئ، زما زوئ سليمان دې زما په قچره باندې سور شى او لاندې د جيحون چينې پورې د هغۀ ملګرتيا وکړئ، ۳۴چرته چې صدوق اِمام او ناتن پېغمبر هغه د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه سر په تېلو غوړ کړى نو بيا بيګل وغږوئ او چغې کړئ چې سليمان بادشاه زنده‌باد. ۳۵په هغۀ پسې واپس دلته راشئ چې کله هغه زما په تخت باندې د کښېناستو دپاره راځى. هغه به زما نه پس بادشاه وى، ځکه چې هغه ما خوښ کړے دے چې د اِسرائيل او يهوداه بادشاه شى.“ ۳۶بناياه ورته ووئيل، ”هم داسې به وشى او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې دا خبره يقينى کړى. ۳۷بادشاه سلامت، څنګه چې مالِک خُدائ ستا مل دے نو د سليمان دې هم مل شى او د هغۀ بادشاهى دې ستا نه هم زياته بختوره کړى.“ ۳۸نو صدوق، ناتن او بناياه روان شول او د داؤد محافظان يې د ځان سره کړل. سليمان د داؤد بادشاه په قچره سور وو او د جيحون چينې پورې يې د هغۀ ملګرتيا وکړه. ۳۹صدوق د زيتُونو هغه تېل واخستل چې کوم يې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې نه راوړى وُو او د سليمان سر يې په تېلو غوړ کړو. هغوئ بيګل وغږولو او ټولو خلقو چغه کړه، ”سليمان بادشاه زنده‌باد.“ ۴۰بيا ټول خلق ورپسې روان شول، د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې او شپېلۍ يې غږولې، دومره زيات شور يې کولو چې زمکه يې خوځوله. ۴۱کله چې ادونياه او د هغۀ ټولو مېلمنو روټۍ ختموله، نو هغوئ شور واورېدو. او کله چې يوآب د بيګل آواز واورېدو نو تپوس يې وکړو، ”په ښار کښې د دې شور څۀ مطلب دے؟“ ۴۲هغۀ لا خبره ختمه کړې نۀ وه چې د ابياتار اِمام زوئ يونتن راورسېدو. ادونياه ورته ووئيل، ”دننه راشه، ستا په شان ښۀ سړے به خامخا يو ښۀ زېرے راوړى.“ ۴۳يونتن ورته ووئيل، ”نه، دا خبره نشته داؤد سليمان بادشاه جوړ کړے دے. ۴۴هغۀ صدوق، ناتن، بناياه او شاهى محافظان راوغوښتل چې د هغۀ ملګرتيا وکړى. هغوئ هغه د بادشاه په قچره باندې سور کړو، ۴۵صدوق او ناتن هغه د جيحون چينې سره د بادشاه په توګه مقرر کړو. بيا هغوئ ښار ته لاړل، د خوشحالۍ نه يې دا چغې وهلې چې اوس خلق په جوش کښې دى. دا هغه شور دے چې تۀ يې اورې. ۴۶نو سليمان اوس بادشاه شوے دے او د بادشاهۍ په تخت ناست دے. ۴۷بله خبره دا چې د دربار آفسران خپل بادشاه داؤد له عزت ورکولو دپاره دننه ورغلل او ورته يې ووئيل، ستا خُدائ پاک دې سليمان ستا نه هم زيات مشهور کړى او د سليمان بادشاهى دې ستا نه هم زياته بختوره شى. بيا داؤد بادشاه په خپل کټ کښې د عبادت دپاره ټيټ شو. ۴۸او بادشاه دا هم وفرمائيل، راځئ، د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړُو، چې هغۀ زما د اولاد نه يو کس زما نه پس بادشاه جوړ کړو او هغۀ زۀ ژوندے پرېښودم چې دا وګورم.“ ۴۹بيا د ادونياه ټول مېلمانۀ ويرېدل، هغوئ پاڅېدل او لاړل، هر يو په خپله مخه لاړو. ۵۰ادونياه چې د سليمان نه سخت په يره کښې وو، هغه د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته تېز لاړو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره د قربان‌ګاه ښکر يې ونيول. ۵۱سليمان بادشاه خبر شو چې ادونياه د هغۀ نه ويرېدو او د قربان‌ګاه ښکر يې ونيول او ادونياه وئيل، ”وړومبۍ خبره دا ده چې سليمان بادشاه ما ته قسم وکړى چې هغه به ما نۀ وژنى.“ ۵۲سليمان ورته وفرمائيل، ”کۀ هغه وفادار وى، نو د هغۀ د سر يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى، خو کۀ هغه لانجې جوړوى، نو مړ به شى.“ ۵۳سليمان بادشاه ادونياه راغوښتو او د قربان‌ګاه نه راکوز کړے شو. ادونياه بادشاه له لاړو او د هغۀ په مخکښې ټيټ شو او بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ کور ته ځان ورسوه.“

مخکینۍ څپرکۍ