د لومړي تواریخ کتاب

درېم فصل

د داود پاچا اولاده

۱دا د داود زامن وو چې په حبرون کې زېږېدلي وو:

  • مشر یې امنون نومېده چې مور یې اخینوعم له یزرعیل څخه وه؛ دوهم یې دانیال ؤ چې مور یې ابیجایل له کرمله وه.
  • ۲درېم یې ابشالوم ؤ چې مور یې معکه نومېدله چې د جشور د پاچا تلمای لور وه؛ څلورم یې ادونیا ؤ چې مور یې حجیت نومېدله.
  • ۳پنځم یې شفطیا ؤ چې مور یې ابیطال نومېدله او شپږم یې یترعام ؤ چې مور یې عجله وه.

۴دا شپږ واړه د هغو اووه نیمو کلونو په دوران کې زېږېدلي وو کله چې داود په حبرون کې پاچاهي کوله.

هغه په اورشلیم کې دري دېرش کاله پاچاهي وکړه. ۵په اورشلیم کې د هغه نور زامن هم وزېږېدل. د هغه ښځه بتشبع چې د عمیییل لور وه، هغه ته یې څلور زامن وزېږول چې نومونه یې دا وو: شمعي، شوباب، ناتان او سلیمان. ۶داود نور نهه زامن هم درلودل: ایبحار، الیشوع، الیفالط، ۷نوجه، نفج، یافیع، ۸الیشمع، الیاداع او الیفلط. ۹له دغو ټولو زامنو پرته داود د خپلو وینځو څخه هم زامن درلودل. هغه یوه لور هم درلودله چې تامار نومېدله.

د سلیمان پاچا څخه وروسته پرله پسې ځای ناستي

۱۰‏-۱۵د سلیمان اولاده چې ټول پاچاهان وو، داسې وه: رحبعام د هغه زوی، ابیا د هغه لمسی، اسا د هغه کړوسی. د هغه نوره اولاده په ترتیب سره په لاندې ډول وه: یهوشافاط، یهورام، اخزیا، یوآش، امصیا، عزریا، یوتام، آحاز، حزقیا، منسي، آمون او یوشیا. یوشیا څلور زامن درلودل چې نومونه یې یوحانان، یهویاقیم، صدقیا او شلوم دي. ۱۶یهویاقیم دوه زامن درلودل: یهویاکین او صدقیا.

د یهویاکین پاچا اولاده

۱۷یهویاکین چې بابل ته د بندي په توګه یووړل شو اووه زامن درلودل. د هغه نومونه دا وو: شالتي ییل، ۱۸ملکیرام، فدایا، شنازر، یقمیا، هوشاماع او ندبیا. ۱۹فدایا دوه زامن درلودل: زروبابل او شمعي. زروبابل هم دوه زامن درلودل: مشلام او حننیا. هغه یوه لور هم درلودله چې نوم یې شلومیت ؤ. ۲۰هغه پنځه نور زامن هم درلودل: حشوبه، اوهل، برکیا، حسدیا او یوشب حسد. ۲۱حننیا دوه زامن درلودل: فلتیا او اشعیا. اشعیا د رفایا پلار، د ارنان نیکه او د عوبدیا غور نیکه ؤ. عوبدیا د شکنیا پلار ؤ. ۲۲شکنیا یو زوی درلود چې شمعیه نومېده او پنځه لمسي یې درلودل: حطوش، یجال، باریح، نعریا او شافاط. ۲۳نعریا درې زامن درلودل: الیوعینای، حزقیا او عزریقام. ۲۴الیوعینای اووه زامن درلودل: هوداویا، الیاشیب، فلایا، عقوب، یوحانان، دلایا او عناني.