چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱-۴ آدم د شیت پلار ؤ او دا د شیت اولاده وه: انوش د هغه زوی ؤ، قینان د هغه لمسی او مهللییل د هغه کړوسی ؤ. د شیت نوره اولاده دا وه: یارد د مهللییل زوی ؤ، خنوخ د یارد زوی ؤ، متوشالح د خنوخ زوی ؤ، لمک د متوشالح زوی او نوح د لمک زوی ؤ. نوح درې زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: سام، حام او یافت.
۵ د یافت زامن: جومر، ماجوج، مادای، یاوان، توبال، ماشک او تیراس. ۶ د جومر زامن: اشکناز، ریفات او توجرمه. ۷ د یاوان زامن: الیشه، ترشیش، کتیان او رودانیان.
۸ د حام زامن: کوش، مصر، فوط او کنعان. ۹ د کوش اولاده سیبا، حویله، سبته، رعمه او سبتکا وه. د رعمه اولاده شیبا او ددان وه. ۱۰ د کوش یو زوی نمرود نومېده، هغه د نړۍ لومړنی قوي جنګیالی ؤ. ۱۱ د مصر له اولادې څخه د لودیانو، عنامیانو، لهابیانو، نفتوحیانو، ۱۲ فتروسیانو، کسلوحیانو او د کریت قومونه جوړ شول. (کسلوحیان د فلسطینیانو نیکونه وو.) ۱۳ کنعان د صیدون او حیت پلار ؤ چې صیدون د هغه مشر زوی ؤ. همدارنګه کنعان ۱۴-۱۶ د یبوسیانو، اموریانو، جرجاشیانو، حویانو، عرقیانو، سینیانو، اروادیانو، صماریانو او حماتیانو د قومونو نیکه هم ؤ.
۱۷ د سام زامن عیلام، آشور، ارفکشاد، لود او آرام وو. د آرام زامن عوص، حول، جاتر او ماشک وو. ۱۸ ارفکشاد د شالح پلار ؤ او شالح د عیبر پلار ؤ. ۱۹ عیبر دوه زامن درلودل، د یو نوم فالج ؤ ځکه چې د هغه په وخت کې د نړۍ خلک ووېشل شول. د هغه د ورور نوم یقطان ؤ. ۲۰ د یقطان څخه الموداد، شالف، حزرموت، یارح، ۲۱ هدورام، اوزال، دقله، ۲۲ عوبال، ابیمائیل، شیبا، ۲۳ اوفیر، حویله او یوباب پیدا شول. دا ټول د یقطان زامن وو.
۲۴-۲۷ د سام په اولاده کې دا خلک شامل وو: ارفکشاد، شالح، عیبر، فالج، رعو، سروج، ناحور، تارح او ابرام چې وروسته یې نوم په ابراهیم بدل شو.
۲۸ ابراهیم دوه زامن درلودل: اسحاق او اسماعیل.
۲۹-۳۱ اسماعیل دولس زامن درلودل چې په لاندې ترتیب سره زېږېدلي وو: نبایوت، قیدار، ادبییل، مبسام، مشماع، دومه، مسا، حدد، تیما، یطور، نافیش او قدمه.
۳۲ ابراهیم او د هغه وینځې قطوره شپږ زامن درلودل چې دا یې نومونه وو: زمران، یقشان، مدان، مدیان، یشباق او شوحا. یقشان د شیبا او ددان پلار ؤ. ۳۳ د مدیان زامن دا وو: عیفه، عیفر، خنوک، ابیداع او الدعه.
۳۴ د ابراهیم زوی اسحاق دوه زامن درلودل: عیسو او اسراییل یعنې یعقوب. ۳۵ د عیسو زامن: الیفاز، رعوییل، یعوش، یعلام او قورح. ۳۶ د الیفاز زامن: تیمان، اومار، صفي، جعتام، قناز او عمالیق. تمناع د عمالیق مور وه. ۳۷ د رعوییل زامن: نحت، زارح، شمه او مزه.
۳۸ د سعیر زامن دا وو: لوتان، شوبال، صبعون، عنه، دیشون، ایصر او دیشان. ۳۹ د لوتان زامن حوري او هومام وو. تمناع د لوتان خور وه. ۴۰ د شوبال زامن علوان، مناحت، عیبال، شفي او اونام نومېدل. ایه او عنه د صبعون زامن وو.
۴۱ عنه د دیشون پلار ؤ او د حمران، اشبان، یتران او د کران نیکه ؤ. ۴۲ د ایصر زامن: بلهان، زعوان او یعقان. د دیشان زامن: عوص او اران.
۴۳-۵۰ له دې څخه مخکې چا په اسراییلو باندې پاچاهي نه وه کړې. لاندې ذکر شوو پاچاهانو په ترتیب سره وروسته د هر یو له مړینې د ادوم په هېواد باندې پاچاهي وکړه:
دا د ادومیانو قبیلوي مشران وو: تمناع، علوه، یتیت، ۵۲ اهولیبامه، ایله، فینون، ۵۳ قناز، تیمان، مبصار، ۵۴ مجدیییل او عیرام.