د زبورونو کتاب

نهه نوییم زبور

خدای ډېر لوی پاچا

۱ پاچاهي کوي څښتن نو ودې لړزیږي د دنیا قومونه

هغه دی ناست په تخت د اسماني مخلوق دپاسه

نو ځمکه دې شي په لړزېدلو باندې

۲ څښتن لویي څرګندوي صهیون کې

او دی اوچت په ټولو ولسونو باندې

۳ هغوی دې ووایي ثنا د هغه د لوی او هیبتناکه نامه

ځکه چې دی هغه سپېڅلی

۴ ای ځواکمن پاچا، مینه لرې د عدالت سره ته

تا قایم کړلو انصاف

په اسراییلو کې دې کړی عدالت او نېکي

۵ ثنا او صفت وکړئ زمونږ د څښتن خدای

د تخت په مخکې یې د پښو په چوکۍ وکړئ سجده

ځکه چې دی هغه سپېڅلی

۶ موسی او هارون وو د هغه کاهنان

او سموییل هم د هغې ډلې ؤ چې نوم یې د څښتن یاداوه

څښتن ته یې وکړلو فریاد او هغه قبول یې کړ سوال

۷ د ورېځ له منځه یې له دوی سره خبرې وکړې

هغوی ومنل احکام او قوانین د هغه

چې یې ورکړي وو هغوی ته

۸ ای څښتنه! ای زمونږه خدایه!

تا کړ قبول د خپلو خلکو سوال

ته د هغوی بخښونکی خدای وې

سره له دې چې تا د دوی د ګناهونو سزا ورکړه دوی ته

۹ زمونږ د څښتن خدای ثنا او صفت وکړئ

عبادت وکړئ د هغه په سپېڅلي غره باندې

ځکه سپېڅلی دی زمونږ څښتن خدای