د زبورونو کتاب

اته نوییم زبور

څښتن د ټولې نړۍ ټولواک دی

(زبور)

۱ څښتن ته ووایئ یوه نوې سندره

ځکه کارونه یې عجیبه کړي دي

په خپل قدرت او خپل سپېڅلي ځواک یې

بریالیتوب تر‌لاسه کړی هغه

۲ څښتن اعلان کړی دی خپل بری

خپل عدالت یې ښکاره کړی دی قومونو ته

۳ تلپاتې مینه او وفا یې خپله

کړله وریاده د اسراییلو قوم ته

د ځمکې یو سر نه تر بله سره

ټولو لیدلی زمونږ د خدای بری

۴ ای ټولې نړۍ، څښتن ته چیغې د خوښۍ ووهئ

د خوشحالۍ په سندرو یې ثنا ووایئ

۵ د رباب ساز څښتن ته وغږوئ

هم سندرې ورته ووایئ رباب سره

۶ د سرني او د پسونو د ښکرو په اوازونو باندې

د خوشحالۍ ووهئ چیغې د څښتن

یعنې د نړۍ د پاچا حضور کې

۷ دریاب دې په غړمبار شي خپلو ټولو مخلوقاتو سره

ځمکه او هرڅوک چې اوسیږي په کې

۸ سیندونه دې وپړکوي خپل لاسونه

او غرونه دې ووایي سندرې د خوښۍ یو د بله سره

د څښتن حضور کې

۹ ځکه څښتن راځي د دنیا د قضاوت دپاره

د نړۍ د خلکو قضاوت به په عدالت او په انصاف وکړي