د زبورونو کتاب

دوه نوییم زبور

د ثنا او صفت سندره

(زبور او د سبت د ورځې دپاره یوه سندره)

۱ څومره ښه ده ای څښتنه چې مونږ ستا شکر ادا کړو

خدای تعالی چې صفت وکړو ستا د نوم مونږ په سندرو کې

۲ چې هر سهار د ستا تلپاتې مینه

او هره شپه کړو بیان ستا وفا

۳ د چنګ د ساز په غږولو سره

او په نغمو د رباب

۴ خوشحاله کړی یمه ستا کارونو ای څښتنه

د خوشحالۍ سندرې وایمه زه ستا د کارنامو په خاطر

۵ کارنامې دي څومره لویې ستا څښتنه

څومره ژور دي ستا فکرونه!

۶ بې‌عقله خلک یې درک کولای نه شي

او ساده‌ګان یې نه پوهیږي په معنی باندې

۷ بد‌عمله که راشنه لکه واښه شي

ټول بدکاران شي نېکبخته

خو په پای کې به تباه شي تل دپاره

۸ خو ای څښتنه، ته تل ترتله یې اوچت په ټولو

۹ ای څښتنه، دښمنان ستا

هو، دښمنان به دې هلاک شي

خواره واره به بدکاران شي ټول

۱۰ د وحشي غویي په شان

دې هسک کړي دي زما د قوت ښکرونه

په تازه تېلو دې غوړ کړی یمه

۱۱ لیدلې ماتې مې د خپلو دښمنانو ده په خپلو سترګو

په غوږو خپلو مې د هغو بدکارانو اورېدلې چیغې

چې یې په ما باندې کول بریدونه

۱۲ نېکان اباد به شي او لوی به شي د ونې د خرما په شان

هم به شي غټ لکه د سبر د لبنان په شان

۱۳ په څېر د ونو کرل شویو د څښتن د کور دي

دوی به زمونږ د خدای د کور په حوېلیو کې

اباد او لوی شي

۱۴ په زاړه عمر کې هم مېوه نیسي دوی

او تل تازه او شنه وي

۱۵ دا هرڅه ښایي چې عادل دی څښتن

هغه ساتونکی دی زما

بې‌انصافي هغه کې هېڅ نشته