د زبورونو کتاب

یو نوییم زبور

خدای زمونږ ساتونکی

۱ څوک چې اوسیږي په پناه د خدای تعالی کې

هغه به ژوند تېر کړي

د خدای مطلق قادر د سیوري لاندې

۲ زه به څښتن ته داسې ووایم چې

ته پناه ځای او هم کلا یې زما

او زما خدای چې توکل پرې کوم

۳ په رښتیا به څښتن خلاص کړي تاسو

د ښکاریانو د دامونو څخه

او د وژونکو ناروغیو څخه

۴ خپلو وزرونو باندې تاسو به کړي پټ هغه

تاسو به ومومئ پناه هلته

د خدای وفا به لکه سپر او دېوال ستاسو ساتنه وکړي

۵ د شپې به نه وېرېږئ تاسې له هېڅ خطره

یا د هغه غشي چې ویشتل کیږي به د ورځې له خوا

۶ یا هغې وبا نه چې خپریږي به تیاره کې

نه هغې بلا نه چې وژل کوي غرمه کې

۷ که دې په خوا کې زر کسان مړه شي

او د ښي لاس سره دې لس زره

نو بیا به هم تاته ونه رسي زیان

۸ ته به یې په سترګو صرف ووینې

چې بدکارانو ته سزا ورکول کیږي څنګه

۹ دا چې څښتن دې پناه ځای کړ خپل

او خدای تعالی دې کړلو خپله کلا

۱۰ نو هېڅ بدي به په تا رانه شي

ستا کور ته درنژدې به هېڅ کومه بلا رانه شي

۱۱ ځکه چې خدای به فرښتو خپلو ته حکم وکړي

چې چېرته ځې ته نو هغوی به ستا ساتنه کوي

۱۲ خپلو لاسونو کې به پورته کړي تا

چې پښه دې ونه لګي تیږه باندې

۱۳ ته به زمریان او چمچه ماران تر‌پښو لاندې کړې

هم داړونکي زمریان او زهرجن ماران به تر‌پښو لاندې کړې

۱۴ خدای وایي: «خلاصون به ورکړم هغه چاته

چې زما سره کړي مینه

وبه ساتم هغه څوک چې باور ولري په ما باندې

۱۵ کله چې ماته د زارۍ لاسونه پورته کړي نو قبلوم یې دعا

زه به ملګری یم هغه سره په سخته کې

هم به یې ژغورم او هم ورکوم به عزت

۱۶ هغه به موړ کړمه په اوږد ژوند باندې

او خلاصون به ورکړمه زه»