چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ ستا د اوسېدو ځائ څومره ښکلے دے،
اے مالِکه ربُ الافواجه خُدايه،
۲ روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے،
د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم.
زما زړۀ او زما ځان په چغه د ژوندى خُدائ ثناء صِفت کوى.
۳ چنچڼې خو هم کور پېدا کړے دے،
طوطاګرکى خو هم خپل ځان دپاره جاله جوړه کړې ده،
ستا د قربانګاه سره نزدې چې خپل بچى په کښې لوئ کړى
اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه زما بادشاه او زما پاکه خُدايه،
۴ بختور دى هغوئ څوک چې ستا کور کښې اوسيږى،
دوئ به مدام هلته ستا ثناء صِفت کوى.
۵ بختور دى هغوئ د چا طاقت چې په تا کښې دے،
چا چې خپل زړونه د يروشلم سفر پورې تړلى دى،
۶ کله چې دوئ د بکا وادۍ نه تېريږى،
دوئ ترې نه د چينو وادۍ جوړوى.
د منې بارانونه په کښې د اوبو تالابونه جوړوى.
۷ د دوئ طاقت به په سفر کولو سره نور هم زيات شى،
تر دې چې په صيون کښې د خُدائ پاک په وړاندې ودريږى.
۸ اے مالِکه ربُ الافواج خُدايه، سوال مې واوره،
اے د يعقوب پاکه خُدايه، ما ته غوږ شه.
۹ زمونږ پاکه خُدايه، زمونږ په ډال نظر ساته،
خپل غوره شوى ته په ښۀ نظر کاتۀ وکړه.
۱۰ ستا په دربار کښې يوه ورځ بهتره ده
په تېرېدو د بل ځائ د زرو ورځو نه.
زۀ د خُدائ پاک په کور کښې دربان ښۀ يم
نه چې د شريرانو په خېمو کښې اوسېږم.
۱۱ خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے.
ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى،
هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى
د کومو خلقو لارې چې بېداغه وى.
۱۲ اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه،
بختور دے هغه څوک چې په تا توکل کوى.