د زبورونو کتاب

دري اتیایم زبور

د اسراییلو د دښمنانو د ماتې دپاره دعا

(یوه سندره او هم د اساف زبور)

۱ ای خدایه، مه پاتې کېږه ته چوپ

مه پاتې کېږه غلی او مه پاتې کېږه ارام

۲ ګوره! ستا دښمنان دي د بلوا حال کې

څوک چې کرکه کوي ستا نه پورته کړي یې دي سرونه

۳ د ستا د قوم په وړاندې پلانونه د ټګۍ جوړوي

د هغه ولس په ضد چې لرې ته ورسره مینه

دوی د هغوی په وړاندې دسیسې جوړوي

۴ هغوی وایي: «راځئ تباه یې کړو چې قوم یې ورک شي

ترڅو چې نوم د اسراییلو تل دپاره هېر شي»

۵ په خپل پلان کې سره جوړ دي هغوی

ستا مقابل کې یې تړون کړی دی

۶ د ادوم او اسماعیلیانو قوم

د موآبیانو، هاجریانو قوم

۷ د جبالیانو، عمونیانو، عمالیق قومونه

د فلسطین او د صور قومونه

۸ د آشوریانو ولس هم دی مل شوی د هغوی سره

او قوي مټ دی هغوی د اولادې د لوط

۹ دوی سره داسې عمل وکړه

لکه چې څنګه دې ؤ کړی مدیانیانو سره

او د سیسرا او هم یابین سره په غاړه د قیشون د سیند

۱۰ لاړل له منځه په عین‌دور کې دوی

شول جسدونه یې په ځمکه لکه د سرې په شان

۱۱ له مشرانو سره یې داسې عمل وکړه

لکه چې کړی دې غراب او هم د زیب سره ؤ

ته ماتې ورکړه د هغوی ټولو حاکمانو ته

لکه چې څنګه دې ورکړې وه زبح او هم صلمونع لره

۱۲ ځکه چې دوی وویل: «وبه نیسو ځان دپاره

هغه څړځایونه چې د خدای دي»

۱۳ د بوړبوړکۍ په شان یې وشینده ای خدایه

لکه د بوسو چې یې باد بادوي

۱۴ لکه په اور باندې چې سوځي ځنګل

لکه لمبو باندې چې سوځي غرونه

۱۵ په خپل توفان باندې دوی وځغلوه

ته هغوی ووېروه خپلو سختو بادونو باندې

۱۶ د دوی مخونه په شرمونو پټ کړه

ترڅو تسلیم شي هغوی ای څښتنه ستا قدرت ته

۱۷ وي دې رسوا هغوی او تل دې په وېره کې وي

او په ذلت کې دې هغوی شي هلاک

۱۸ هغوی دې پوه شي چې یوازې ته یې

چې دې نوم دی څښتن

یې خدای تعالی ته د ټولې ځمکې