د زبورونو کتاب

دوه اتیایم زبور

خدای تر ټولو لوی واکمن

(د اساف زبور)

۱ خدای دی ناست په اسماني دربار کې

نورو قومونو د خدایانو ترمنځ کړي قضاوت

۲ «بې‌انصافۍ سره ترڅو به تاسو کړئ قضاوت

او د بدکارو طرفداري به کوئ؟

۳ د غریبانو یتیمانو د حقونو نه ساتنه وکړئ

کوئ انصاف د محتاجانو او بې‌وزلو سره

۴ خلاص کړئ بې‌وزله او غریب انسانان

د شریرانو د منګولو څخه خلاص کړئ هغوی»

۵ څومره جاهل، څومره کم‌عقل دي هغوی!

دوی دي بالکل فاسدان

او د ځمکې مخ نه دی ورک شوی انصاف

۶ ما ویل: «تاسو خو خدایان یئ

ټول د خدای تعالی بچیان یئ

۷ خو مړه به شئ د انسانانو په شان

ژوند به مو ختم شي د نورو واکمنانو په شان»

۸ خدایه راپاڅه د دې ځمکې عدالت وکړه

د ټولو قومونو د اختیار خاوند یې