چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ اے پاکه خُدايه غېر قومونو ستا مُلک قبضه کړے دے،
هغوئ ستا د مقدس کور بېحرمتى وکړه
او هغوئ يروشلم په کنډرو بدل کړے دے.
۲ هغوئ ستا د خادِمانو لاشونه د هوا مارغانو ته وغورزول،
او ستا د مقدسينو غوښې يې ځنګلى ځناورو ته واچولې.
۳ هغوئ د دوئ وينه د يروشلم په کوڅو کښې لکه د اوبو توئ کړه،
او داسې څوک نشته چې د دوئ مړى ښخ کړى.
۴ مونږ خپلو ګاونډيانو ته سپک ښکارو،
او ګېرچاپېره خلق مونږ پورې خاندى او بېعزتى مو کوى.
۵ ترڅو پورې به مالِکه خُدايه؟ تۀ مونږ ته ولې په قهر يې؟ د تل دپاره څۀ؟
ترڅو پورې به ستا غېرت د اور په شان بليږى؟
۶ خپل غضب دې په هغه قومونو نازل کړه چې تا نۀ پېژنى،
هغه بادشاهتونو ته په قهر شه کوم چې دې نوم نۀ اخلى،
۷ ځکه چې هغوئ د يعقوب اولاد لواړ تير کړے دے
او مُلک يې ورله په کنډرو بدل کړے دے.
۸ مونږ د پلار نيکۀ په ګناه مۀ نيسه،
په مونږ دې ستا رحم زر تر زره راشى،
ځکه چې مونږ ډېر خوار و زار شوى يُو،
۹ زمونږ مدد وکړه، اے زمونږ خلاصونکى پاکه خُدايه،
چې ستا نوم جلال ومومى،
د خپل نوم په خاطر مونږ ته خلاصون راکړه او زمونږ ګناهونه معاف کړه.
۱۰ غېر قومونه دې ولې داسې ووائى چې، ”د دوئ خُدائ پاک چرته دے؟“
زمونږ د سترګو په وړاندې دا قومونه پوهه کړه،
چې تا د خپلو خادِمانو د توئ شوې وينې انتقام واخستو.
۱۱ د قېديانو فرياد په خپله واوره،
په چا چې د مرګ فېصله شوې ده د خپل مټ په زور دې هغه بچ کړه.
۱۲ اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ ګاونډيانو له اووۀ چنده سزا ورکړه،
د هغه سپکوالى په وجه کوم چې دوئ تا پورې کړے دے،
۱۳ نو بيا به مونږ ستا خلق ستا د شپول ګډې به ستا ثناء صِفت د تل دپاره وکړُو،
او مونږ به ستا ثناء صِفت د يو نسل نه تر بل نسله پورې جارى ساتو.