چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ مونږ پاکه خُدايه ستا شُکر کوُو،
مونږ شُکر کوُو چې ستا نوم نزدې دے،
او خلق ستا د عجيبه کارونو په حقله خبرې کوى.
۲ تا وفرمائيل چې، ”مقرر شوے وخت زۀ په خپله خپل ځان له خوښوم،
دا زۀ يم چې دغه رنګ د اِنصاف فېصلې کوم.
۳ کله چې دُنيا او هر ژوندے څيز هم په کښې لړزيږى،
خو دا زۀ يم چې د دې ستنې مې کلکې نيولى دى.
۴ مغرُورو ته وايمه چې لافې نۀ کوى،
او بدکارانو ته وايمه چې په خپل قدرت فخر نۀ کوى،
۵ خپل ښکرونه د آسمان خلاف مۀ اوچتوئ،
او په هسکه غړۍ خبرې مۀ کوئ.“
۶ هيڅ څوک د مشرق نه تر مغربه پورې نشته،
او نۀ په صحرا کښې څوک شته چې انسان اوچت کړى.
۷ خو دا خُدائ پاک دے څوک چې اِنصاف کوى،
او هغه يو لاندې کوى او بل اوچتوى.
۸ د مالِک خُدائ په لاس کښې پيالۍ ده،
چې د هغۀ د غضب د ترخو ميو نه ډکه ده،
هغه يې توئيوى چې د دُنيا ټول بدعمله خلق يې تر آخره پورې وڅښى.
۹ خو زۀ به يې تر ابده پورې ستايم،
زۀ به په سندرو کښې د يعقوب د خُدائ پاک ثناء صِفت کوم.
۱۰ مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ به د ټولو شريرانو ښکرونه مات کړم،
خو د نېکانو ښکرونه به اوچت کړم.