د زبورونو کتاب

دري اویایم زبور

درېم کتاب

(زبور ۷۳‌-‌۸۹)

د خدای عدالت

(د اساف زبور)

۱ په رښتیا چې خدای ښه دی اسراییلو سره

د هغه چا سره چې زړونه یې پاک دي

۲ خو زما په هکله دا چې

نژدې ؤ چې رانه ورک وای

د پښو د ایښودلو ځای

او زما پښې وای ښوېدلې

۳ ما ځکه وکړه بخیلي د کبرجنو سره

کله چې ما د بدکارانو بریا ولیدله

۴ هغوی هېڅکله درد لیدلی نه دی

دي روغ رمټ او ځواکمن

۵ د نورو خلکو په شان دوی هېڅ په کړاو کې نه دي

د نورو خلکو په شان نه ځوریږي

۶ په غاړه کړی دی دوی کبر د غاړه کۍ په شان

او تاوتریخوالی د چپنې په شان

۷ له چاغۍ نه یې سترګې رډې راوتلې ښکاري

هم یې ذهنونه دي د بدو خیالاتو نه ډک

۸ په نورو خلکو پورې خاندي هغوی او بدې خبرې کوي

په خپل غرور سره دوی د تېري ګواښونه کوي

۹ هغوی دي خولې راخلاصې کړې د اسمان په ضد

په خپله ژبه یې دنیا وخوړه

۱۰ حتی تر دې چې د خدای قوم هم پیروي کړي د دوی

او څه چې وایي پرې باور هغوی په شوق کوي

۱۱ بدکاران وایي: «خدای به څنګه پوه شي؟

خدای تعالی به په دې پوه شي چې څه کیږي؟»

۱۲ وګورئ دغه بدکاره خلک

هغوی ارام دي همېش

او ورځ په ورځ د دوی دولت زیاتیږي

۱۳ ایا بېځایه مې خپل زړه پاک کړی؟

لاسونه لېرې مې ساتلي له ګناه ځینې؟

۱۴ زه ټوله ورځ کړول کېږم

او هر سهار راکول کیږي سزا راته

۱۵ داسې خبرې که مې کړې وای نورو ته

نو زه به خاین وای ستا ولس ته

۱۶ ما کوښښ کاوه چې پوه شم په دې ستونزه

خو زما دپاره دا وه ډېره سخته

۱۷ ترڅو زه لاړمه ای خدایه ستا سپېڅلي کور ته

نو بیا زه پوه شومه چې څه به وي

قسمت د بدکارانو خلکو:

۱۸ بې له شکه تا دي درولي هغوی

په ښویېدونکو ځایو

ترڅو راولویږي نابود شي هغوی

۱۹ دوی ناڅاپه تباه کیږي

ډک دی له وېرې او وحشته د هغوی انجام

۲۰ دي هغوی د هغه خوب په شان

کوم چې هېریږي د سهار په وخت کې

چې ته راپاڅې ای څښتنه کله

نو ته به هېر کړې هرڅه د دوی په هکله

۲۱ کله چې زړه زما خفه ؤ

او زما روح زخمي ؤ

۲۲ او چې زه ومه بې‌عقل او جاهل

ښکاره کېدم به تاته زه د یو حیوان په څېر

۲۳ بیاهم تل تاته نژدې یم

تا مې نیولی ښي لاس

۲۴ ته لارښوونه مې کوې په مشورو خپلو

او رسوې مې ته اخر خپل پر‌جلال حضور ته

۲۵ په اسمان کې زما څوک دی بې له تا نه؟

په ځمکه هم پرته له تا نه بل څه نه غواړمه

۲۶ که مې زړه او بدن دواړه شي کمزوري

خو بیاهم دی خدای زما د زړه قوت

او د تل دپاره به هرڅه وي زما دپاره هغه

۲۷ وګوره، چې څوک د ستا نه لېرې شي تباه به شي

کړې به یې نابود هغوی چې تاته وفادار نه دي

۲۸ خو زما دپاره څومره ښه ده

چې د خدای سره نژدې واوسم

څښتن تعالی ته مې پناه وروړله

بیانوم به یې زه ټول کارونه