د زبورونو کتاب

دوه اویایم زبور

د پاچا دپاره دعا

(د سلیمان زبور)

۱ خدایه ورکړه ته پاچا ته خپل انصاف

د پاچا زوی ته په برخه عدالت کړه

۲ ترڅو ستا قوم باندې په عدالت سره حکومت وکاندي

او د بې‌وزله سره وکړي انصاف

۳ غرونه به راوړي سوکالي خلکو ته

غونډۍ به راوړي د نېکۍ مېوه

۴ د قوم غریبو سره وبه کړي هغه انصاف

محتاجو خلکو ته به ورکړي نجات

او ظالمان به رېزمرېز کړي

۵ څو چې لمر او سپوږمۍ وي په دې جهان

تل ترتله د یو نسل نه تر بله

خدایه ستا ولس به ستا ځینې وېریږي

۶ پاچا به اوسي د باران په شان چې اوري په پټیو باندې

لکه شېبه باران چې ځمکې ته اوبه ورکوي

۷ عادلان به وده وکړي د هغه دوران کې

ترڅو سپوږمۍ وي په اسمان کې وي به سوله هلته

۸ وبه رسیږي پاچاهي د هغه

د ختیځې بحیرې نه تر لوېدیځې پورې

او د فرات له سیند نه د دنیا تر بله سره

۹ د بیابان خلک به یې په مخکې په سجده پرېوځي

دښمنان به یې راپرېوځي پړمخې خاورو باندې

۱۰ پاچاهان به د ترشیش او جزیرو ورته راوړي باجونه

ورته راوړي به سوغاتونه د شیبا او د سیبا پاچاهان

۱۱ ټول پاچاهان به یې په مخکې خپل سرونه ټیټ کړي

او ټول قومونه به یې کاندي خدمت

۱۲ چې غریب خلک ورنه کله هم کومک وغواړي

ورته نجات ورکوي

او کوي مرسته د غریبو او بې‌کسو سره

۱۳ په ضعیفانو او محتاجو باندې رحم کوي

څوک چې محتاج وي هغه یې ژوند بچ کوي

۱۴ خلاصوي هغوی د ظلم او د جبر

ځکه چې وینه یې قیمتي ده ورته

۱۵ عمر دې زیات وي د شاه!

ورته نصیب دې شي طلا د شیبا

دعا د خلکو دې وي تل ورسره

برکتونه دې د خدای وي همېشه ورسره

۱۶ وي دې په ځمکه د غلو پرېماني

په حاصلاتو دې تپې پټې وي

وي دې مېوې یې د لبنان په شانتې

ښارونه ډک دې وي د خلکو ځینې

لکه چې ځمکې وي واښو نه ډکې

۱۷ هېڅکله هېر دې نه شي نوم د هغه

وي برقرار دې لکه لمر په شان شهرت د هغه

برکت دې ورته ورکړل شي

ټولو قومونو ته د خدای له خوا نه

هغوی به هغه مبارک وبولي

۱۸ ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته

یوازې هغه دی چې کړي دا عجیبه کارونه

۱۹ د جلال ډک نوم د هغه دې مبارک وي همېش

ډک دې شي ټول جهان د ده په جلال

امین! امین!

۲۰ د یسي د زوی داود دعاګانې په همدې ځای کې پای ته ورسېدلې.