چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ اے پاکه خُدايه، زما آواز تۀ واوره،
زما ژوند د دشمنانو د يرې نه وساته.
۲ ما د بدعمله د پټو منصوبو نه په امان کړه،
ما د بدکردارو د قبيلې نه په امان کړه.
۳ خپلې ژبې يې لکه د تُورو په شان تېرې کړې دى،
او د هغوئ بدې او ترخې خبرې لکه وژونکو غشو په شان دى،
۴ هغوئ د پټ ځائ نه په بېګناه کس ګزارونه کوى.
دوئ د چا نه نۀ يريږى ناڅاپه پرې ګزارونه کوى.
۵ په بدو منصوبو کښې دوئ د يو بل ډاډګيرنه کوى.
او په خپلو کښې په مشورې سره پټ دامونه ږدى،
په خپلو کښې دا خيال کوى چې څوک به مونږ وګورى؟
۶ دوئ په بېاِنصافۍ سره منصوبې جوړوى،
او دوئ وائى چې، ”مونږ ډېره ښۀ منصوبه جوړه کړُو.“
د انسان عقل او زړۀ دواړه څومره چالاکه دى.
۷ خو خُدائ پاک به دوئ په غشو باندې ولى،
او ناګهانه به دوئ زخمى کړى.
۸ د دوئ خپلې ژبې به هم دوئ تباه کوى.
هر هغه څوک چې دوئ ته ګورى نو په سپکه به خپل سرونه هغوئ پورې خوځوى،
۹ او ټول انسانان به وۀ يريږى.
دوئ به د خُدائ پاک د شان کارونه بيان کړى،
او د هغۀ په کارونو به فکر کوى.
۱۰ ټول صادقان دې د مالِک خُدائ خوشحالى وکړى
او په هغۀ کښې دې پناه واخلى.
او ټول نېکان دې د خُدائ پاک ثناء صِفت ادا کړى.