چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى،
دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى.
۲ په دريابونو باندې اېښى مالِک خُدائ د زمکې بنيادونه دى،
دا زمکه يې په سمندر باندې آباده کړې ده.
۳ د مالِک خُدائ غر ته څوک ورختلے شى؟
او څوک د هغۀ مقدس ځائ کښې ودرېدلے شى؟
۴ يواځې هغه څوک چې يې زړونه او لاسونه پاک وى،
څوک چې د بُتانو عبادت نۀ کوى،
او هيڅکله د دروغو قسمونه نۀ کوى.
۵ دوئ ته به د مالِک خُدائ برکت مِلاو شى،
او خپل خلاصونکى خُدائ پاک نه به صداقت حاصل کړى.
۶ او هم داسې خلق ستا د مخ لټون کوى،
اے د يعقوب خُدايه، دوئ به ستا طلب کوى.
۷ اے زړو دروازو کولاو شئ، ابدى ورونو خلاص شئ،
چې د جلال بادشاه دننه درشى.
۸ هغه د جلال بادشاه څوک دے؟
هغه دے مالِک خُدائ چې ډېر قوى او زورَور دے،
هغه مالِک خُدائ چې په جنګ کښې تکړه دے.
۹ اے زړو دروازو کولاو شئ، ابدى وروڼو خلاص شئ،
چې د جلال بادشاه دننه درشى.
۱۰ هغه د جلال بادشاه څوک دے؟
هغه ربُ الافواج دے،
هغه د جلال بادشاه دے.