چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ په وخت د مصيبت کښې دې مالِک ستا فرياد واورى،
د يعقوب د خُدائ پاک نوم دې د هر نقصان نه ستا حفاظت وکړى.
۲ هغه دې ستا مدد وکړى د خپل مقدس ځائ نه
او داسې به طاقت درکوى د صيون نه.
۳ ټولې قربانۍ دې ستا قبولې کړى
ټولې سوزېدونکې نذرانې دې ستا منظورې کړى.
۴ هغه دې ستا د زړۀ ارمان پوره کړى
کاميابه دې هغه ستا منصوبې کړى.
۵ نو ستا په کاميابۍ به چغې د خوښۍ ووهو
د خپل خُدائ د نوم جنډې به اوچتې کړُو.
مالِک خُدائ دې جواب درکړى ستا د ټولو سوالونو.
۶ اوس زۀ په دې پوهېږم چې مالِک خُدائ به خپل غوره شوے بادشاه بچ کړى،
هغه به د خپل پاک آسمان نه جواب ورکړى
په خپل لوئ طاقت سره به يې هغه بچ کړى.
۷ څوک فخر کوى په جنګى ګاډو او څوک په آسونو،
خو مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم فخر کوُو.
۸ دا قومونه به په ګوډو شى او راوبه غورزيږى،
خو مونږ به راپاڅو او ټينګ به ودرېږو.
۹ ورکړه فتح زمونږ بادشاه له، اے مالِکه خُدايه،
کله چې تا ته سوال کوُو مونږ ته جواب راکړه.