۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او شپږ دېرشم زبور

د شُکر ګزارۍ سرود

۱ د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے.

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲ د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړئ، چې د معبودانو خُدائ پاک دے.

د هغۀ مينه ابدى ده.

۳ د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ چې د مالِکانو مالِک خُدائ دے.

د هغۀ مينه ابدى ده.

۴ د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چې صرف هغه لوئې معجزې کوى،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۵ او هغه چا چې آسمانونه يې په حِکمت سره پېدا کړل،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۶ او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې زمکه د اوبو دپاسه خوره کړله،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۷ او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې آسمانى رڼاګانې پېدا کړې،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۸ نمر په ورځ باندې بادشاهى کوى،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۹ سپوږمۍ او ستورى په شپه باندې حکومت کوى،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۰ د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې مِصريانو له وړومبى پېدا شوى هلاک کړل،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۱ هغۀ بنى اِسرائيل د مِصر د مينځ نه راوويستل،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۲ چا چې په هغه وخت د خپل طاقت او قدرت څرګندونه وکړه،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۳ او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې بحرِقُلزم په مينځ دوه کړو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۴ او هغۀ بنى اِسرائيل د دې په مينځ کښې بوتلل،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۵ خو فِرعون سره د نوکرانو په بحرِقُلزم کښې غرق شو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۶ او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې د خپلو خلقو په بيابان کښې لارښودنه وکړله،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۷ د هغۀ شُکر ګزارى کوئ چا چې لوئ بادشاهان رانسکور کړل،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۸ او هغۀ تکړه بادشاهان هلاک کړل،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۹ سيحون د اموريانو بادشاه يې مړ کړلو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲۰ عوج د بسن بادشاه يې مړ کړلو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲۱ او هغۀ د هغوئ مُلک دوئ ته په ميراث کښې ورکړو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲۲ او په ميراث کښې يې خِدمتګار بنى اِسرائيل ته ورکړو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲۳ د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا ته چې مونږ د کمزورتيا په حالت کښې ياد وُو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲۴ او مونږ يې د خپلو دشمنانو نه خلاص کړلو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲۵ او څوک چې هر يو مخلوق ته رزق ورکوى،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲۶ د آسمانونو د خُدائ شُکر ادا کړئ،

د هغۀ مينه ابدى ده.