۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او پينځۀ دېرشم زبور

د حمد و ثناء سرود

۱ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ،

اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو تاسو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

۲ تاسو څوک چې د مالِک خُدائ کور کښې خِدمت کوئ،

زمونږ د خُدائ پاک د کور په دربار کښې.

۳ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ځکه چې مالِک خُدائ ښۀ دے،

د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ.

ځکه چې ډېره مزه کوى.

۴ ځکه چې مالِک خُدائ يعقوب غوره کړو،

د دې دپاره چې هغه د هغۀ شى،

او بنى اِسرائيل چې د هغۀ خاص ملکيت شى.

۵ زۀ پوهېږم چې مالِک خُدائ لوئ دے،

زمونږ مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے.

۶ مالِک خُدائ هغه څۀ کوى څۀ چې هغه خوشحالوى،

په ټوله زمکه او آسمانونو کښې،

په سمندرونو کښې او د هغۀ په ټولو ژورو ځايونو کښې.

۷ د زمکې د آخر سر نه هغه وريځې راپورته کوى،

او هغه باران سره برېښنا رالېږى

او هغه هوا د خپلو ذخيرو نه رالوځوى.

۸ هغۀ وړومبى پېدا شوى ماشومان ووژل د مِصريانو،

وړومبى پېدا شوى د سړو او د ځناورانو.

۹ هغۀ په مِصر کښې معجزې او عجيبه کارونه وکړل،

د فِرعون او د هغۀ د ټولو نوکرانو په خلاف.

۱۰ هغۀ ډېرو قومونو ته شکست ورکړو

او هغۀ طاقتور بادشاهان ووژل،

۱۱ د اموريانو بادشاه سيحون د بسن بادشاه عوج،

هغۀ د کنعان ټول بادشاهان ووژل.

۱۲ او هغۀ د هغوئ مُلک په ميراث کښې ورکړو،

او خپلو خلقو بنى اِسرائيلو ته يې په ميراث کښې ورکړو.

۱۳ ستا نوم مالِکه خُدايه د تل دپاره ياديږى،

او ستا نوم به په ټولو نسلونو کښې ياديږى.

۱۴ ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو اِنصاف کوى،

او هغه په خپلو خِدمتګارانو رحم کوى.

۱۵ د قومونو بُتان چې د سرو زرو او سپينو نه جوړ شوى دى،

د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.

۱۶ د هغوئ خولې شته خو خبرې نۀ شى کولے،

د هغوئ سترګې شته خو ليدل نۀ شى کولے،

۱۷ د هغوئ غوږونه شته خو اورېدل نۀ شى کولے،

او نۀ هغوئ په خولۀ ساه اخستلے شى.

۱۸ څوک چې دا بُتان جوړوى دوئ به هم د دې په شان وى

څوک چې پرې ايمان لرى هغوئ به هم د دې په شان وى.

۱۹ اے د بنى اِسرائيل خاندانه د مالِک خُدائ ثناء ووايئ،

اے د هارون خاندانه د مالِک خُدائ ثناء ووايئ،

۲۰ اے د ليويانو خاندانه د مالِک خُدائ صِفت کوئ،

او تاسو څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېږئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ،

۲۱ د صيون نه دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى،

هغۀ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى.

د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.