چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه،
زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم،
او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى.
۲ خو ما خپل روح په آرام او خاموش کړو،
لکه څنګه چې د غېږې ماشوم د خپلې مور سره په آرام وى.
نو دغه شان زما روح به په ما کښې په آرام وى.
۳ اے بنى اِسرائيلو په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ
د اوس نه تر ابده پورې.