چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ ”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے،“
بنى اِسرائيل پرېږده چې داسې ووائى.
۲ ”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے،
خو هغوئ ما ته شکست نۀ دے راکړے.
۳ زما دشمنانو زۀ دومره وهلے يم،
لکه د يوه کوونکى په شان يې زما په ملا اوږدې پولې جوړې کړې دى.“
۴ خو مالِک خُدائ صادق دے،
او زۀ يې د شريرانو د رسۍ نه آزاد کړے يم.
۵ هر څوک چې د صيون نه کرکه کوى،
هغوئ به په شرم وشرميږى او شکست به وخورى.
۶ هغوئ دې د چت د واښو په شان اوچ شى،
کوم چې د غټېدو نه وړاندې اوچ شى.
۷ د لَوګرو لاسونه دې پرې ډک نۀ شى،
څوک يې چې راټولوى نو د هغۀ غېږه دې پرې ډکه نۀ شى.
۸ هغوئ څوک چې پرې تېريږى دا دې نۀ وائى،
چې، ”د مالِک خُدائ برکت دې په تا وى،
مونږ تا ته د مالِک خُدائ په نوم برکت درکوو.“