چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ ايمان لرى د صيون د غرۀ په شان دى،
کوم چې نۀ خوځيږى او د تل دپاره قائم دے.
۲ لکه څنګه چې غرونه د يروشلم نه راتاو دى،
نو دغه شان مالِک خُدائ د خپلو خلقو نه راتاو دے
يعنې د اوس نه تر ابده پورې.
۳ د بدعملو حکومت او اقتدار به پاتې نۀ شى،
په هغه زمکه کومه چې صادقانو ته ورکړے شوې ده،
ځکه هسې نۀ چې صادقان هم په بد عملونو باندې اخته شى.
۴ اے مالِکه خُدايه هغوئ سره ښۀ کوئ څوک چې ښۀ وى،
هغوئ سره د چا چې زړونه صادق وى.
۵ خو هغوئ څوک چې بدو او کږو لارو ته اوړى،
مالِک خُدائ به هغه بدکاران وشړى،
سلامتيا دې په بنى اِسرائيلو وى.