د زبورونو کتاب

یوسلو یوویشتم زبور

څښتن زما ساتونکی

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱ سترګې مې غرونو ته نیولې دي

ماته له کوم ځایه به مرسته راځي؟

۲ ما سره کیږي مرسته د څښتن له خوا نه

چا چې جوړ کړي اسمان او ځمکه

۳ تا به پرېنږدي چې وښویېږې

د ستا ساتونکی بېداره پاتې کیږي

۴ په رښتیا څوک چې ساتونکی دی د اسراییلو

بېداره پاتې کیږي او هېڅکله نه ویده کیږي

۵ څښتن ساتونکی دی ستا

څښتن د سیوري په شان تا سره دی

۶ نه به لمر د ورځې تاته کوم زیان رسوي

او نه سپوږمۍ په شپه کې

۷ تا به څښتن له هر ضرره ساتي

او تا به خوندي ساتي

۸ په تلو راتللو کې به دې ساتي څښتن

له همدا‌اوس نه تر ابده پورې