د زبورونو کتاب

یوسلو شلم زبور

د دروغجنو خلکو څخه د خلاصون دپاره دعا

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱ ما د سختۍ په وخت کې وکړ فریاد څښتن ته

او هغه قبوله کړه دعا زما

۲ ما له دروغجنو او مکارو خلکو

وساته ای څښتنه

۳ ای مکارو خلکو، خدای به څه کوي له تاسو سره؟

تاسو ته څرنګه سزا به درکړي؟

۴ په تېرو غشو د عسکرو به سزا درکړي

او په سرو سکروټو باندې

۵ افسوس دې وي په ما

چې زه اوسېږمه په ماشک کې

د مسافر په شان

او هم اوسېږم د قیدار خېمو کې

لکه پردي په شان

۶ د هغو خلکو سره زه زیات اوسېدلی یمه

څوک چې نفرت کوي له سولې څخه

۷ زه غواړم سوله

خو چې زه کوم خبرې د سولې

هغوی جنګ غواړي