۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او يوولسم زبور

۱ د خُدائ ثناء ووايئ.

زۀ به په خپل ټول زړۀ سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم،

کله چې زۀ د هغۀ د نېکو خلقو سره په جماعت کښې مِلاو شم.

۲ د مالِک خُدائ کارونه ډېر لوئ دى،

څوک چې په دې فکر کوى نو په هغې کښې خوشحاله دى.

۳ د هغۀ کارونه د جلال او لويئ نه ډک دى،

او د هغۀ صداقت د تل دپاره ‎پاتې وى.

۴ د هغۀ معجزې به خلق تل يادې ساتى،

زمونږ مالِک خُدائ بخښونکے او مهربان دے.

۵ د هغۀ نه چې څوک يريږى هغوئ ته رزق ورکوى،

هغه خپل لوظ د تل دپاره ياد ساتى.

۶ هغۀ خپلو خلقو ته د خپلو کارونو زور ښودلے دے،

او هغوئ ته يې د نورو قومونو زمکې ورکړى دى.

۷ د هغۀ د لاس ټول کارونه په اِنصاف او ښۀ دى،

او د هغۀ ټول اصُولونه اعتبارى دى.

۸ او هغه تر ابده قائم پاتې کېدونکى دى،

او دا ټول په وفادارۍ او صداقت سره شوى دى.

۹ هغۀ د خپلو خلقو دپاره کفاره ورکړه،

هغۀ خپل لوظ تر ابده پورې قائم کړو،

د هغۀ نوم مقدس دے او شان او شوکت لرى.

۱۰ د مالِک خُدائ نه يره کول د حکمت شروع ده،

هر هغه څوک چې د هغۀ قانون منى هغه هوښيار دے،

د تل دپاره به د هغۀ ثناء صِفت وى.