۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او لسم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

مالِک خُدائ او د هغۀ غوره شوے بادشاه

۱ مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه

ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“

۲ مالِک خُدائ به د صيون نه ستا زورَوره امسا راوغزوى،

نو تۀ به په خپلو دشمنانو باندې حکومت کوې.

۳ کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى.

د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى،

لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.

۴ مالِک خُدائ قسم خوړلے دے او خپله فېصله به نۀ بدلوى،

”تۀ به لکه د مَلِک‌صِدق د تل دپاره اِمام يې.“

۵ مالِک خُدائ ستا ښى لاس ته ولاړ دے،

په خپل قهر او غضب کښې به ډېر بادشاهان ووهى.

۶ هغه به د قومونو عدالت وکړى او د مړو به ډيرى ولګوى،

او په زمکه به د ټولو بادشاهانو سرونه چخڼى کړى.

۷ خو بادشاه به د لارې د ولې نه اوبۀ وڅښى،

نو ځکه به هغه د کاميابۍ هسکه غړۍ ګرځوى.