۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او پينځم زبور

مالِک خُدائ او د هغۀ غوره شوے قوم

۱ د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، او د هغۀ نوم واخلئ،

کوم کارونه چې هغۀ کړى دى قومونه ترې خبر کړئ.

۲ هغۀ ته سرود ووايئ او د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

او د هغۀ ټول عجيبه کارونه وستايئ.

۳ تاسو د هغۀ په مقدس نوم فخر وکړئ،

او د چا زړونه چې د مالِک خُدائ لټون کوى هغوئ دې خوشحالى وکړى.

۴ د مالِک خُدائ او د هغۀ د طاقت لټون وکړئ،

هر وخت د هغۀ د مخ د ليدو کوشش کوئ.

۵ کوم عجيبه کارونه چې هغۀ کړى دى هغه راپه ياد کړئ،

او د هغۀ معجزې او اِنصاف ياد ساتئ.

۶ اے د هغۀ د خِدمتګار اِبراهيم بچو،

د هغۀ د غوره شوى د يعقوب بچو.

۷ هغه رب زمونږ خُدائ پاک دے،

د هغۀ عدالت په ټوله دُنيا کښې دے.

۸ هغه خپل لوظ تر ابده پورې ياد ساتى،

او هغه تر زر نسله پورې خپله وعده ياده ساتى،

۹ کوم لوظ چې هغۀ د اِبراهيم سره کړے وو،

او هغه قسم چې دۀ د اِسحاق سره کړے وو.

۱۰ هغۀ دا د يعقوب دپاره اصُول جوړ کړو،

او دا يې د بنى اِسرائيلو دپاره ابدى لوظ کړو.

۱۱ هغۀ وفرمائيل، ”تاسو ته به زۀ د کنعان مُلک درکړم،

لکه د خپل حق په شان به يې په ميراث کښې درکړم.“

۱۲ په کوم وخت کښې چې په شمار کښې دوئ ډېر کم وُو،

او په حقيقت کښې هغوئ لږ او مسافر وُو.

۱۳ دوئ به د يو قوم نه بل قوم ته سرګردانه ګرځېدل،

او د يو بادشاهت نه به بل بادشاهت ته سرګردانه تلل.

۱۴ څوک يې هم نۀ پرېښودل چې په دوئ ظلم وکړى،

تر دې چې د دوئ دپاره به يې بادشاهان رټل.

۱۵ هغه فرمائى، ”زما غوره شوو خلقو ته څۀ ونۀ وايئ،

او نۀ زما پېغمبرانو ته نقصان ورسوئ.“

۱۶ هغۀ په هغه زمکه باندې قحط نازل کړو،

او د دوئ د خوراک وسيلې يې تباه کړې.

۱۷ هغۀ د دوئ نه وړاندې يو سړے مِصر ته ولېږلو،

يوسف څوک چې د يو غلام په شان خرڅ شولو.

۱۸ د هغۀ پښې يې په بيړو خوږ کړې،

د اوسپنو زنځير يې په غاړه ورته واچولو.

۱۹ ترڅو چې د هغۀ پېشګوئې پوره شوې نۀ وه،

د مالِک خُدائ کلام د هغۀ د زړۀ د رښتينوالى آزمېښت وکړو.

۲۰ نو بيا بادشاه هغه راوغوښتو او آزاد يې کړو،

د قومونو بادشاه هغه آزاد کړو.

۲۱ هغۀ هغه د خپل کور مشر جوړ کړو،

په خپل ټول ملکيت يې اختيار ورکړو.

۲۲ يوسف د بادشاه په آفسرانو باندې اختيار لرلو

او د هغۀ مشيرانو ته يې تعليم ورکولو.

۲۳ نو بيا بنى اِسرائيل مِصر ته راننوتل،

د حام په مُلک کښې يعقوب د مسافر په شان اوسېدلو.

۲۴ خو مالِک خُدائ خپل خلق ډېر کړل،

هغۀ دوئ د دشمنانو نه ډېر زيات کړل.

۲۵ هغۀ د خپل قوم نه تور کړل د مِصريانو زړونه،

چې د دۀ د خِدمتګارانو سره چالاکى وکړى.

۲۶ هغۀ خپل خِدمتګار موسىٰ ورولېږلو،

او ورسره يې کوم چې هغۀ غوره کړے وو هارون ورولېږلو.

۲۷ نو هغوئ د خلقو په مخکښې د هغۀ عجيبه نښې ښکاره کړې،

او عجيبه معجزې او نښې يې د حام په مُلک کښې ښکاره کړې.

۲۸ هغۀ تيارۀ راولېږله او مُلک يې ټول تورتم کړلو،

خو ولې دوئ د هغۀ د کلام مخالفت وکړلو.

۲۹ او هغۀ د دوئ اوبۀ په وينو بدلې کړې،

او د دوئ کبان يې په کښې مړۀ کړل.

۳۰ د دوئ ټول مُلک د چيندخانو نه ډک شو،

او تر دې چې د بادشاهانو په کمرو کښې ښکاره شول چيندخان.

۳۱ د هغۀ په حُکم راغلل د مچانو لښکرونه،

او ورسره راغلل د ماشو لښکرونه.

۳۲ د باران په ځائ ږلۍ ورباندې راغله،

او ورسره په ټول مُلک کښې د برېښنا او تندر آوازونه.

۳۳ هغۀ باغونه د انګورو اينځرانو ورله تباه کړل،

او د هغوئ د ټول مُلک ونې يې راوغورزولې.

۳۴ هغۀ حُکم وکړُو او د قحط د مُولخانو راغلل لښکرونه،

او ورسره وُو هم د نورو بې‌شمېره مُولخانو لښکرونه.

۳۵ دوئ ورنه د مُلک ټول شنۀ بوټى وخوړل،

او د دوئ د خاورې ټول پېداوار يې وخوړلو.

۳۶ نو بيا هغۀ په ټول مُلک کښې د هغوئ مشران زامن هلاک کړل،

او د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه يې تباه کړه.

۳۷ هغۀ بنى اِسرائيل په سرو او سپينو زرو بار کړى راوويستل،

او د هغوئ د قبيلو ټول خلق روغ رمټ پاتې شول.

۳۸ په مِصر کښې ډېره خوشحالى وشوه د هغوئ په تلو،

ځکه چې په هغوئ باندې دباؤ غورزېدلے وو د اِسرائيلو.

۳۹ د هغوئ د پټولو دپاره يې وريځ راخوره کړله،

او اور يې راولېږلو چې شپه يې ورله رڼا کړله.

۴۰ هغوئ ورته سوال وکړو او هغۀ دوئ ته مړَزان ورکړل،

او هغوئ يې په آسمانى روټۍ ماړۀ کړل.

۴۱ هغۀ ګټ په مينځ نيم کړو او اوبۀ ترې نه روانې شولې،

لکه د سيند په شان په صحرا کښې وبهېدلې.

۴۲ ځکه چې هغۀ ته خپله پاکه وعده ياده وه،

کومه وعده چې هغۀ خپل خِدمتګار اِبراهيم سره کړې وه.

۴۳ هغۀ خپل خلق په ډيرې خوشحالۍ سره راوويستل،

خپل غوره شوى خلق يې د خوشحالۍ په چغو او سورو سره راوويستل.

۴۴ هغۀ هغوئ له د نورو قومونو زمکه ورکړله،

هغوئ ته هغۀ په ميراث کښې د نورو ګټه مفته ورکړله.

۴۵ چې دوئ د هغۀ اصُول وساتى او د هغۀ قانون وپېژنى،

ثناء دې مالِک خُدائ ته وى.