۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او څلورم زبور

۱ اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.

اے مالِکه خُدايه، تۀ ډېر لوئ يې زما پاکه خُدايه،

تا د شان او شوکت او لويئ جامې اچولې دى.

۲ هغۀ خپل ځان نه نُور لکه د جامو راتاو کړے دے،

هغۀ آسمانونه لکه د پړدې په شان غوړولې دى

۳ هغه د خپل پاس کور تيرونه د اوبو دپاسه ږدى.

هغه د وريځو نه جنګى ګاډۍ جوړوى او د هوا په وزرو سوريږى.

۴ هوا د هغۀ پېغام رسوونکى جوړيږى،

او د اور لمبې د هغۀ خِدمتګارې دى.

۵ هغه زمکه په خپلو بنيادونو باندې مضبوطوى،

چې هيڅکله به نۀ خوځيږى.

۶ تا زمکه په سېلاب باندې لکه د جامو پټه کړې ده،

او اوبۀ د غرونو دپاسه ودرېدلې دى.

۷ ستا په رټنه اوبۀ وتښتېدلې،

ستا د آواز په تندر سره وتښتېدلې.

۸ د غرونو نه ښکته وبهېدلې،

او لاندې درو ته لاړلې،

او هغه ځايونو ته چې کوم تا ورته مقرر کړى وُو.

۹ تا ورته حد مقرر کړو د هغې نه وړاندې نۀ ځى،

هيڅکله به بيا زمکه پټه نۀ کړى.

۱۰ تۀ په درو کښې د چينو نه اوبۀ راوباسې،

چې د غرونو په مينځ کښې بهيږى.

۱۱ او د بيابان ټول ځناور ترې نه اوبۀ څښى،

او ځنګلى خرونه ورباندې خپله تنده ماتوى.

۱۲ مارغان د روانو اوبو په خوا کښې جالې جوړوى،

او د څانګو په مينځ کښې سندرې وائى.

۱۳ او تۀ د خپل آسمانى کور نه غرونه اوبۀ کوې،

او ستا د کارونو د مېوو په وجه زمکه معموريږى.

۱۴ تۀ د څاروو دپاره ګياه شنه کوې،

او تۀ د بنيادمو دپاره شنۀ بوټى راټوکوې،

او د زمکې نه خوراک پېدا کوې.

۱۵ تۀ د بنيادم د خوشحالولو دپاره مے پېدا کوې،

او تۀ تېل د هغۀ د مخ د تازه والى دپاره پېدا کوې،

او تۀ روټۍ پېدا کوې کومه چې انسان ته طاقت ورکوى.

۱۶ د مالِک خُدائ ونې ښې سيرابه شوې،

د لبنان دِيار کوم چې هغۀ کَرلى دى.

۱۷ هلته مارغان په کښې ځان له جالې جوړوى،

او ډينګان د چلغوزو ونو کښې اوسيږى.

۱۸ په لوړو غرونو کښې ځنګلى چېلۍ اوسيږى،

په لويو ګړنګونو کښې د صحرا سوى اوسيږى.

۱۹ تا سپوږمۍ د موسم د مقررولو دپاره جوړه کړه،

نمر په دې پوهيږى چې کله ښکته شى.

۲۰ تۀ تيارۀ راولې نو بيا شپه شى،

او ټول ځنګلى ځناور په کښې په ګشت شى.

۲۱ نو بيا ځوانان زمرى په خپل ښکار پسې غړمبيږى

او د خُدائ پاک نه خپل خوراک غواړى.

۲۲ خو چې کله د سحر نمر راښکاره شى،

نو بيا هغوئ په خپلو غارونو کښې اودۀ شى.

۲۳ نو بيا بنى آدم خپلو کارونو پسې ځى،

چې تر ماښامه خپله مزدورى وکړى.

۲۴ اے مالِکه خُدايه، تا د مختلفو ځناورو څومره قسمونه پېدا کړى دى،

ټول دې په عقلمندۍ سره جوړ کړى دى،

زمکه ستا د مخلوق نه ډکه شوې ده.

۲۵ په دومره پراخه او لوئ سمندر کښې چې تا پېدا کړے دے.

چې د بې‌شمېره مخلوق نه ډک دے،

چې غټ او واړۀ ژوندى څيزونه په کښې دى.

۲۶ وګوره بيړۍ په کښې ځى راځى،

سمندرى بلاګانې تا جوړې کړې چې په کښې لوبې کوى.

۲۷ دا هر څۀ ستا نه طمع کوى

چې دوئ ته په خپل وخت سره خوراک ورکړې

۲۸ کله چې تۀ دوئ ته ورکوې نو دوئ يې راغونډوى،

او چې خپل لاس کولاو کړې نو دوئ په ښۀ څيزونو ماړۀ شى.

۲۹ نو کله چې تۀ د دوئ نه خپل مخ واړوې نو دوئ يريږى،

کله چې تۀ د دوئ نه ساه واخلې نو دوئ مړۀ او دوباره خاورې شى.

۳۰ کله چې تۀ خپل روح راولېږې مخلوق راپېدا شى،

او تۀ د زمکې مخ دوباره تازه کوې.

۳۱ د مالِک خُدائ جلال دې تر ابده قائم وى،

مالِک خُدائ دې په خپل کار خوشحاله وى.

۳۲ کله چې هغه زمکې ته وګورى نو په لړزان شى،

او چې غرونو له لاس وروړى نو په لوګى بدل شى.

۳۳ زۀ به د مالِک خُدائ سندرې په خپل ټول ژوند کښې وايم،

ترڅو چې ژوندے يم د خُدائ پاک ثناء به وايم.

۳۴ زما خيالونه او سوچونه دې هغه خوشحاله کړى،

لکه چې زۀ په مالِک خُدائ کښې خوشحالى کوم.

۳۵ خو ګناهګاران دې د زمکې نه فنا شى

او بدعمله دې نور پاتې نۀ شى.

د مالِک خُدائ ثناء ووايه اے زما روحه.

د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.