د زبورونو کتاب

یوسلو دوهم زبور

د یو مظلوم سړي دعا

(د ژور خفګان په مهال د یو مظلوم سړي د څښتن په وړاندې دعا او شکایت)

۱ ای څښتنه کړه قبوله زما دعا

زما فریاد دې تاته ورسیږي

۲ په سخته ورځ کې دې مخ مه اړوه زما نه

ماته غوږ ونیسه

کله چې تاته کړم دعا ته یې قبوله کړه زر

۳ فنا کیږي زما ژوند لکه لوګي په شان

د سور انګار په څېر مې سوځي د بدن هډوکي

۴ د واښو په څېر مې زړه مات، مړاوی شوی

رانه هېر دي چې ډوډۍ مې وخورم

۵ په لوړ اواز باندې د زګېرویو له امله

صرف پوستکی او هډوکي مې بدن کې پاتې

۶ د صحرایي ګونګي په شان یمه زه

هغه ګونګی چې کنډوالو کې اوسي

۷ خوب مې له سترګو تښتېدلی

هغې مرغۍ په شان یم چې اوسي ځانله په بام

۸ دښمنان ټوله ورځ پېغور راکوي

هغوی چې ما باندې ملنډې وهي

لعنت ویلو کې زما نوم اخلي

۹‏-۱۰ ستا د قهر او غضب په سبب

خورمه ایرې زه د ډوډۍ په ځای

او د څښاک سره مې اوښکې ګډې شوې

زه دې اوچت کړمه او لېرې دې ګوزار کړمه زه

۱۱ تېریږي عمر مې په څېر د مازدیګر د لمر

او مړاوی کېږم د واښو په شان

۱۲ خو ای څښتنه ته په تخت ناست به یې تل ترتله

ټولو نسلونو پورې به پاتې شي د ستا یادونه

۱۳ ته راپاڅېږې به او رحم په صهیون به وکړې

اوس د دې وخت دی مهربانه په هغه چې شې ته

ټاکلی وخت رارسېدلی دی

۱۴ د هغه تیږې هم دي ګرانې په بندګانو ستا

او د هغه په خاوره باندې هم کړي رحم

۱۵ ولسونه به وېریږي د څښتن له نومه

او د نړۍ ټول پاچاهان به یې وېریږي له جلاله څخه

۱۶ څښتن چې کله د صهیون ښار یوځل بیا جوړ کړي

نو خپل جلال به کړي ښکاره خلکو ته

۱۷ واوري زاري به د بې‌وزلو او د اړو خلکو

په سپکه سترګه به ونه ګوري د دوی دعا ته

۱۸ راتلونکي نسل ته دې ولیکل شي چې څښتن څه کړي دي

ترڅو ثنا ووایي څښتن ته هغوی

چې لا تر‌اوسه زېږېدلي نه دي

۱۹ څښتن وکتل له خپل سپېڅلي ځایه

پاس له اسمان څخه یې وکتل د ځمکې په لور

۲۰ ترڅو زګېروي د زندانیانو واوري

او خلاص کړي هغوی چې وو محکوم په مرګ

۲۱ نو له دې وجې به صهیون کې خلک یاد کاندي نامه د څښتن

ثنا او صفت به یې اورشلیم کې وکړي

۲۲ چې شي راټول قومونه او د پاچاهیو خلک

ترڅو څښتن ته عبادت وکړي

۲۳ څښتن په نیمه لار کې واخیست زما ځواک راڅخه

او زما ورځې یې کړې لنډې

۲۴ نو ما وویل: «ای زما خدایه

په ځوانۍ کې رانه ژوند مه اخله!

ته ای څښتنه یې تر ابده ژوندی»

۲۵ له ډېر پخوا څخه دې ایښی ؤ بنیاد د ځمکې

او اسمانونه دې کړل جوړ خپلو لاسونو باندې

۲۶ هغوی فنا به شي خو ته به پاتې شې

هغوی به ټول لکه لباس زاړه شي

ته به بدل کړې هغوی لکه چپنې په شان

او هغوی به شي فنا له سترګو

۲۷ خو پاتې کېږې په خپل حال ته مدام

او پای به ونه لري هېڅ دا ستا دوران

۲۸ اوسیږي امن کې به ستا د بندګانو اولاد

وي به قایم او دایم اولاده د دوی ستا تر نظر لاندې