د زبورونو کتاب

یوسلو یو زبور

د پاچا وعده

(د داود زبور)

۱ زه به ووایم سندره د تلپاتې مینې او انصاف

ای څښتنه، تاته به ووایمه زه د ثنا سندره

۲ زه به کومه پام چې خپل ژوند تېر کړم بې‌ګناه

ته به زما مرستې ته کله راځې؟

زه به په خپل کور کې ژوند کومه په صداقت سره

۳ بدو شیانو ته کتلو نه به ډډه کوم

د بې‌ایمانو د کارونو نه زه کرکه کوم

زه به هغوی سره هېڅ کار نه لرم

۴ زه به نه کړم درغلي

هېڅ کار به نه لرم بدۍ سره زه

۵ زه به هغوی له منځه یوسم چې په پټه کړي غیبت د نورو

زغملی نه شم هغه خلک چې لري زړونه کبرجن او مغرورې سترګې

۶ زه نېک ګڼمه هغه خلک چې وفادار دي

هغوی به پرېږدم ما سره واوسیږي

هغه خلک چې بې‌عیبه دي

وي به هغوی ته اجازه چې خدمت وکړي زما

۷ چلباز به نه اوسیږي زما په کور کې

دروغجن به پاتې نه شي زما حضور کې

۸ نابودوم بدکاره خلک هره ورځ په خپل وطن کې

او خراب خلک به د څښتن له ښاره وشړمه